خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د بهرنیو او ټولګټو هیوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت وزیرسره د سولې په اړه خبرې وکړې  

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د بهرنیو او ټولګټو هیوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت وزیر جرمي هنټ سره په لندن ښار کې په خپل استوګنځي کې وکتل او د افغانستان د سولې او انتخاباتو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني وویل، افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې په مخ کې لري او د دې پروسې د لازیاتې روڼتیا په خاطر یې د برتانیې شاهي هیواد د همکاریو غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه، دایمي سولې ته د رسېدو په خاطر د افغانستان حکومت پام وړ لاسته راوړنې لري.

جمهوررئیس وویل، د برتانیې په ګډون د افغانستان له ټولو دوست هیوادونو غواړو چې  طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو په خاطر واحد پیغام او منسجم غږ ولري.

د بهرنیو او ټولګټو هیوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت وزیر جرمي هنټ جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ سولې ته د رسېدو په برخه کې د نوموړي د هڅو قدرداني وکړه او وې ویل، هیواد یې د دایمي سولې د ټینګښت په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: