افغانستان

حامد کرزی: حکومت او امریکا دي د سولې پر وړاندي د دوه مخې پالیسۍ څخه ډډه وکړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او افغان حکومت څخه غوښتي چې د سولې د روانو هڅو پر وړاندي دي د خپلې دوه مخې او متناقضې پالیسۍ څخه ډډه وکړي.

نوموړي د امریکا او حکومت څخه دغه غوښتنه د ملکي تلفاتو پر وړاندي په خپل یوه عکس العمل کې کړې.

حامد کرزي د فراه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو د امریکايي الوتکو بمبار غندلی دی ، چې له امله یې ملکیان هم وژل شوي دي.

پخواني ولسمشر د امریکا او حکومت له لوري د نظامي عملیاتو زیاتوالی او بمبار د سولې د روانو هڅه سره په ښکاره تضاد کې بللی او پر حکومت او امریکا یې غږ کړی چې د خپل تناقض او دوه مخې پالیسۍ څخه دي لاس واخلي.

باید وویل شي چې د طالبانو سره د امریکایانو د مذاکراتو له پیل را وروسته په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف چاپې، بمبار او نظامي عملیات زیات شوي چې له امله یې ورسره د ملکي تلفاتو شمیرې هم زیاتي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې د احصائیو له مخې د روان کال ۲۰۱۹ په لومړیو درو میاشتو کې د بمباریو او چاپو په ترڅ کې د تیرو کلونو په پرتله ډیر افغانان وژل شوي دي چې پړه یې د کابل حکومت او بهرنیو ځواکونو پر غاړه ده.

%d bloggers like this: