افغانستان

پاکستان: کراچۍ کې نامعلومو کسانو دوه پاکستاني عسکر وژلي

 

د پاکستانيو رسنيو د راپورونو له مخې،ددې هېوادپه تر ټولو ستر سوداګریز ښار؛ کراچۍ کې د نامعلومو کسانو په برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په خبره دا برید، د اورنګي ټاون په سیمه کې هغه مهال وشو چې یاد عسکر د پولیسو د روزنې له یو مرکز نه د مومن اباد په نامه پوستې ته د تګ په حال کې وو.

دا برید ددوو موټر سایکل سپرو کسانو له لوري شوی دی او له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

خو پولیس وایي، دوی په یاده سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړي دي چې ژربه مجرمين پيدا اودخپل جرم په سزا ورسوي.

ددې بريدمسئوليت د پاکستاني طالبانو یوې ډلې حزب الاحرار منلی، اودايې دخپلو نظامي فتوحاتو يوه برخه بللې.

%d bloggers like this: