افغانستان

طالبان: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش به «بین الافغاني» مذاکراتو ته لار پرانېزي

طالبان وايي، تمه ده په نږدې ورځو کې  دطالب او  امریکایي استازو تر منځ د اووم پړاو مذاکراتو وخت مشخص شي او دواړه لوري پکې د بهرنیو ځواکونو په مهالوېش یوې وروستۍ پریکړې ته ورسېږي.

طلوع نیوز د طالبانو د قطر دفتر د ویاند «سهیل شاهین» له قوله لیکي چې « تمه ده نن یا سبا زموږ او امریکا تر منځ د اووم پړاو مذکراتو مشخص وخت اعلان شي او په یاد پړاو مذاکرتو کې امریکایان له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي».

شاهین وړاندې زیاتوي « له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مشخص کېدل به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره پرانیزي او تر هغه وروسته به افغانان یوازیني څوک وي چې د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه به پريکړه کوي».

طالبان داسې مهال په اووم پړاو مذاکراتو کې له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش توافق ته هیلمن دي چې، دوی ته نږدې سرچینې چین هیواد ته د طالبانو د قطر دفتر د رئیس «ملا برادر اخند» د سفر خبر ورکوي.

د شنونکو په باور، د طالبانو وروستي سفرونه څرګندوي چې، دوی نور له امریکا سره یوه توافق ته رسېدلي او ددې سفرونو له لارې غوړي د بهرنیانو تر وتلو وروسته په نړیواله سطحه ځان ته ملګري پیدا کړي او د افغانستان د راتلونکې په اړه د هغوی اندېښنې ځواب کړي.

%d bloggers like this: