کلتور او ادب

غزل؛ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

د مینې ساز یې ، د رقصونو فلسفه نه لري
ها !چندڼي رباب یې اوس خوږه نغمه نه لري

د اسلامي نړۍ ، سپیڅلو ، مسلمانو وروڼو !
پرېږدئ هغه ، چې د کعبی لور ته سجده نه لري

چې یې څپی د مسکا ښکاري،بیا د عشق پر شونډو
سیند یې د مینی ، د سلګیو تلوسه نه لري

وي به سمبول، د ښایستونو، د دې واړه ښکلو
چې د ځوانۍ ښکلا یې هلته زمانه نه لري

هغه دعوه د پاکې مینې یې موږ کله منو
چې د وران ښار ، تر څنډو پورې هدیره نه لري

که یې رنګین خیال شي،نګین د سلیمان ثاقبه !
خو د غزل راز یې ، د مینې ملِکه نه لري

ثاقب خپلواک

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: غزل؛ ثاقب خپلواک

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */