افغانستان

د ولسي جرګې؛ پخواني وکيلان لاهم مجهز دي، د وسلو تسليمي ته نه حاضريږي

دولسي جرګې پخواني وکيلان لاهم دحکومت په وسلو سمبال دي، او دحکومتي وسلو تسلیمي ته نه حاضرېږي.

د ولسي جرګې نږدې ۱۲۰ وکیلانو خپلې وسلې او دولتي امکانات دولت ته نه دي سپارلي.

د ولسي جرګې دارالانشا وایي، تر اوسه نږدې ۱۲۰ پخوانیو وکیلانو خپلې وسلې او دولتي امکانات حکومت ته نه دي سپارلي.

د دارالانشا اداري او پالیسي مرستیال رحیم غالب وایي، دوی امنیتي ارګانونو ته رسمي مکتوب لېږلی دی خو تر اوسه پورې یې اقدام نه دی کړی.

د قانون پر بنسټ حکومتي چارواکي باید د دوی د دندې له ختمېدو سره دولتي امکانات خپلو اړوندو ادارو ته وسپاري.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، هغه شمېر وکیلان چې خپلې وسلې او نور امکانات یې نه دي تسلیم کړي د یو شمېر لوړپوړیو حکومتي کړیو له خوا یې ملاتړ کېږي.

دولسي جرګې يوشمېر وکيلان دهېواد په لر اوبر کې په قاچاق، ترور، غلا، اونورو دربدريو کې په لاس لرلو تورن دي، ځکه نو دوسلو تسلیمۍ ته هم نه حاضرېږي.

%d bloggers like this: