افغانستان

ګډو عسکرو په بادغیس،فاریاب او هرات کې ۹ تنه ماشومان شهیدان کړي

عزم (دوشنبه، ۲۷،غبرګولی،۱۳۹۸)
راپورونه وایي چې د افغان−امریکایي ځواکونو په مشترکو عملیاتو کې چې د بادغیس په بالامرغاب ، د فاریاب په ګریزیوان او د هرات په پښتون زرغون ولسوالیو کې د ولسي هیوادوالو پر وړاندې تر سره شوي ، ۱۳ تنو ماشومانو او میرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
خبر زیاتوي ، نن د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په شامیریانو سیمه کې د ملي اردو ځواکونو داسې مهال په اړوندو کلیو د هاوانونو بریدونه کړي، چې سیمه کې د طالب وسلوالو هیڅ مقاومت شتون نه درلوده.
سیمیزې سرچینې وایي ، په دغو بریدونو کې دیوه کور مشر او ۲ ماشومان « هلک او انجلۍ» ځای پر ځای په شهادت رسیدلي او ګڼ ملکي تأسیسات زیانمن شوي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د فاریاب ولایت په ګریزیوان ولسوالۍ کې امریکایي الوتکو د خلکو پر کورونو خونړۍ بمباري ترسره کړې ده.
د ځایي خلکو په وینا ، په دغه بمباري کې خلکو ته د پراخ مالي زیان اوښتو سربیره ۲ تنه ماشومان شهیدان او ۴ تنه میرمنې سختې ژوبلې شوې دي .
له هرات ولایت نه را رسیدلي خبرونه وایي چې تېره ورځ د پشتون زرغون ولسوالۍ له سیاګرد سیمي نه تر ګذرې پوري محلي پولیسو «اربکیانو» دلاري په اوږدو کې ۳ تنه ماشومان او ۲ زلمکي ځوانان په شهادت رسولي دي.
سیمیزې سرچینې وایي ، په دې سره په روانه اونۍ کې د یادې ولسوالۍ مربوطاتو کې ۱۲ تنه ملکي وګړي د ګډوعسکرو په ډزو سره شهیدان او ۳۵ کورنۍ یې کډي کولوته مجبوره شوې دي .
دولتي ویاندویانو چې تل د هغو بمباریو قرباني ملکیان چې بهرنیانو په نښه کړي وي، طالبانو ته منسوبوي ، تر اوسه یې د دغو ماشومانو او میرمنو په تړاو کوم سپیناوی نه دی خپور کړی

%d bloggers like this: