نړۍ

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محاکمې پر مهال ومړ

د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي د محاکمې پر مهال مړ شوی دی.

مصري رسنۍ وايي، چې مرسي پر هغه د لګول شوو تورونو له امله محکمې ته وړاندې کړی شوی و، چې د محاکمې پر مهال پر ځمکه پرېوت او د ۶۷ کلونو په عمر ومړ.

په منځني ختيځ کې د «عرب پسرلي» د بدلونونو پر مهال محمد مرسي په ۲۰۱۲ کال کې د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو له يوه کال واکمنۍ ورورسته د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح سيسي پر هغه کودتا وکړه.

د سيسي د کودتا له امله محمد مرسي او د هغه د کابينې د غړو سربېره د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران زندانيان شول او کودتاچي رژيم د کودتا مخالف زرګونه کسان ووژل او زرګونه يې په زندانونو کې اچولي دي.

پر محمد مرسي تور و، چې د فلسطين له حماس جهادي ډلې سره همکاري او قطر ته جاسوسي کوي او د يادو تورونو له امله هغه په مرګ محکوم شوی و، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي و.

%d bloggers like this: