افغانستان

دشتي: د خبريالانو لپاره د مرستندويه صندوق فعاليتونه راڼه نه دي

په کابل کې د خبريالانو د فدراسيون مسوولين تور پورې کوي، چې د خبريالانو لپاره مرستندويه صندوق په غيرې شفاف ډول فعاليتونه کوي.

د دغه فدراسيون مشر فهيم دشتي نن په يوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړ، چې كه د خبريالانو لپاره د مرستندويه صندوق مسوولين همداسې په غيرې رڼه توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي، دوی به يې مخنيوى وكړي.

خو له خبريالانو سره د مرستندويه صندوق مسوولين وايي، د خبريالانو د فدراسيون ټولنه په رسميت نه پېژني او د دوی غبرګون يې پر مخ خنډ نه شي جوړېدای.

د خبريالانو لپاره د مرستندويه صندوق مسوول اصف وردګ کليد ته وويل، دغه فدراسيون ته به اجازه ورنكړي، چې له خبريالانو سره د مرستې د روان بهير په وړاندې خنډ جوړ شي.
وردګ زياته كړه، ياد فدراسيون بېځايه تورونه لګوي او خپلې ادعاوې په اسنادو او مداركو نه شي ثابتولى.
په هېواد كې له نېږدې دوو لسيزو راهيسې له خبريالانو سره مرستې کېږي، خو ځينې خبريالان يو شمېر مسوولې ټولنې د يادو مرستو په بېځايه مصرفولو تورنوي او وايي، ډېره کمه برخه يې د خبريالانو لاس ته ور رسېدلې ده.

%d bloggers like this: