افغانستان

روزګان کې د ګوزڼ بله پېښه ثبت شوې ده

د روزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ګوزڼ بله مثبته پېښه شوې ده.
په روزګان کې د واکسین د کمپیاینونو مسوول ډاکټر سیف الدین وايي، ګوزڼ وهلی ماشوم هلک دی او دوه نیم کاله عمر لري.

دی وايي، پېښه د ترینکوټ ښار د مهراباد سیمه کې شوې ده او ګوزڼ وهلي ماشوم کومې بلې سیمې سفر هم نه دی کړی.
تېره میاشت هم د روزګان په چورې ولسوالۍ کې یوه لس میاشتنۍ ماشومه ګوزڼ وهلې وه.

تېرکال هم په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱ مثتبې پېښې ثبت شوې وې، چې ډېرې یې په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې وې.

د روغتیايي برخې کارپوهان وايي، ګوزڼ درملنه نه لري، خو یوازې د ګوزڼ واکسین د دې ناروغۍ درملنه کولای شي.

افغانستان، پاکستان، هندوستان او نایجریا هغه هېوادونه دي، چې تراوسه پکې د ګوزڼ ناروغي شته دی او هر کال پرې لسګونه تنه اخته کېږي.

تر دې وړاندې په سویل کې د ګوزڼ ۲ پېښې، کندهار کې ۳، هلمند کې ۲ او په روزګان کې د دې پېښې سره دوې مثبتې پېښې ثبت شوي.

%d bloggers like this: