افغانستان

بغلان کې د تېلو دوه ټانکرونه سوځول شوي

د بغلان ځايي چارواکي وايي، د کابل او بلخ پر لویه لاره د چشمه‌شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه په ډزو سره ویشتل شوي، چې دواړو اور اخیستی دی.

د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نقیب الله یوسفي وايي، د تېلو پر ټانکرونو له لرې ډزې شوي، چې دواړه ټانکرونه او تېل سوځېدلي، خو چلوونکي یې روغ رمټ دي.

دبغلان امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه څېړنې کوي.

له بل لوري پرون د بغلان په برکه ولسوالۍ کې د ملي اردو یو ټانک له ګړنګ څخه لوېدلی دی، چې پنځه عسکر پکې وژل شوي دي.

%d bloggers like this: