خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د افغانستان او انګلستان ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالي ولیدله

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د برتانیې د منچستر ښار په اولډ ترافورډ لوبغالي کې د افغانستان  د کرکټ ملي لوبډلې د هڅونې په موخه د افغانستان او انګلستان ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالي ولیدله.

د دې سیالۍ د نندارې پر مهال چې په لندن کې مېشت د افغانستان سفیر، د کرکټ بورډ مسوولینو او یو شمېر دولتي مقاماتو هم د جمهوررئیس غني ملتیا کوله، جمهوررئیس د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته د بریا هیله وکړه.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: