کلتور او ادب

په متن کې د اوسني لوستونکي ونډه| استاد اجمل ښکلی

موږ د غربي فرهنګ پر وړاندې حساسيت ښيو؛ خو شعوري ناشعوري ترې دومره اغېزمن يو، چې پر خپلې بېوسۍ مو زړه وسوزي. که خپل عملي ژوند ته متوجه شو، تر ستوني پورې په فرهنګي پور کې ډوب يو.

اوس چې نړۍ په يوه نړيوال کلي اوښتې، اغېز يې لا زيات شوی او دا موږ په خپله ټولنه کې د لويديځ د پسنويتابه د اغېزې په بڼه وينو. د لباس، خوراک څښاک متنوع ذوقونه مو د غربي پلورليزم څرګندې نښې دي. همداسې د فکري او ادبي انتشار په برخه کې هم موږ د لويديځ د پسنويتابه د ګڼو غوراويو پر پور سترګې نشو پټولای.

پخوا چې د معلوماتو سرچينې محدودې وې او يو فرهنګ به پر بل هغه په لسيزو او پېړيو کې اغېز شينده، د فکرونو ګڼوالی کم و او پر ټولنه به بالعموم يو فکر مسلط و، چې د وخت په تېرېدو سره به يې پر وړاندې يو بل فکر راولاړ شو او د هغه تسلط به يې ختم او خپله واکمني به يې جوړه کړه. فکري استبداد د نويتابه(ماډرنيزم) ځانګړنه وه؛ خو اوس د فکري استبداد د مخنيوي لپاره ولسواکي مختلفو فکرونو ته لار هواروي، چې په سوله ييز چاپېريال کې وده وکړي او له نورو فکرونو سره يوځای پر ټولنيز شعور واک وچلوي.

پسنويتوب(پوسټ ماډرنيزم) د لويديځ د تاريخ طبيعي پايله ده. هلته تر دوو نړيوالو جګړو او د سوسيالستي استبداد وروسته خلک پر ماډرنيزم چې د انسان پر پرله پسې پرمختګ يې باور درلوده، شکمن شول او دې شک د انتقاد په بڼه د لويديځ فکري ليدلوری واړاوه او د انسان د هوساينې او سوله ييز ژوند لپاره يې د فکرونو د وسله وال ټکر پر ځای هر فکر ته موقع ورکړه، چې د بحث له لارې خپل حقانيت ثابت کړي، چې په دې توګه له يوې خوا نه ټولنه د يوه فکر له استبداده بچ شي او له بله پلوه وګړي د خپل فکر پر کمزوريو اړخونو پوه او باشعوره شي. په لويديځ کې يې د مذهب، سياسي فکر، جنس، عملي کلچر او نورو برخو کې دې پراخه فرهنګ ته پسنويتوب ووايه، چې په ګڼو غورايو ولاړ دی.

د شلمې پېړۍ د وروستيو لسيزو د مشهور فرانسوي فيلسوف ميشل فوکو په اند، پسنويتوب هغه فرهنګ دی، چې د يوې ايډيالوژۍ ځایيې ګڼو ډسکورسونو ته ورکړ. ډسکورس په اصل کې بحث ته وايي، چې د اوسني لويديز فرهنګ مهمه ځانګړنه ده. دا بحثونه د بېلابېلو فکرونو څښتنو کسانو ترمنځ کېږي، چې هر يو هڅه کوي، چې بل پر ناحقه او ځان پر ناحقه وښيي او په دې توګه د ولسواکۍ له اصل نه په استفاده په عوامو کې نفوذ وکړي. دا بحثونه د عوامو تش ذهنونه په خپلو معلوماتو ډکوي، دا معلومات بالعموم بشپړ رښتيا نه وي. په دې توګه بحثونه عوامو ته د فکر او ژوند کولو لار ورښيي او له دې لارې په خلکو کې يو ډسکورس رامنځته کېږي، چې له تاريخي پلوه په ګڼو روايتونو(narratives) ولاړ وييا به داسي ووايو، چې له تاريخي روايتونو نه د عوامو په فکري انسجام کې استفاده کېږي. د ميشل فوکو په اند، اوسنی انسان غواړي، چې مثلا د سوسياليزم غوندي يوې لويې استبدادي دعوې پر ځای د خپل ژوند کوچنيو خواهشونو ته اهميت ورکړي او له وړو وړو ډسکورسونو سره ژوند وکړي.

د دسکورسونو په ايجاد کې مهم نقش د رسنيو دی. رسنۍ په بېلابېلو سياسي ټولنيزو موضوعاتو بحثونه جوړوي او غواړي، چې د عوامو ذهنونه او لاسونه په خپله ګټه يا د خپل ملاتړي په ګټه وکاروي.

د برېښناييزو رسنيو په راتګ يو ډسکورس په ډېره اسانه او ډېر ژر د نړۍ له يوه ګوټ نه بل ګوټ ته رسېږي او خپل اغېز شيندي. له غربي کلچر نه زموږ د اغېزمنېدو مهم لار رسنۍ دي، په تېره خواله رسنۍ چې په لويديځ کې يې د پلورليزم د کلچر له ودې سره مرسته وکړه، په پاتې هېوادونو کې يې فکري انتشار رامنځته کړ.

په پرمختلليو او مخ په وده هېوادونو کې ځواکمن نظامونه دي، چې پر رسنيو کنټرول لري او فرهنګي تنوع د خپلو وګړيو په ګټه څرخوي او تشدد ته يې نه پرېږدي؛ خو په پاتې هېوادونو کې چې نظامونه کمزوري دي، فکري تنوع په فکري انتشار باندې اوړي. دلته د مانا داسېځواکمن مرکز نه وي، چې هر فکر وتوږي او د خپل کلچر د بډاينې لپاره يې وکاروي؛ نو هر فکر هڅه کوي، چې د تبليغ او توپک په مټ ځان واکمن کړي. د دې انتشار له امله هر فکر ته ځان مطلق په حقه او بل په ناحقه ښکاري. په لويديځ کې په ماډرنيزم کې هم يوې ايډيالوژۍ ځان په صراط مستقيم ليده او بله ورته باطله ښکارېده، چې له دې امله ډېرې جګړې وشوې، هغه که نازي فاشيزم و، که سوسياليزم او که بله ايډيالوژي؛ خو د پوسټ ماډرنيزم بنسټ پر نه غوراوي ولاړ دی، دا نه غوراوی د حق او ناحق په اړه هم سم دی. هلته د حق و ناحق مانا هم له پخواني تسلط سره نه ده پاتې.

زموږ ټولنې ته د پوسټ ماډرنيزم اغېز د رسنيو، په تېره د خواله رسنيو له لارې راغلی. په خپلو خواله رسنيو کې متنوع فکرونه وينو، چې تقريبا هر کس له بل هر کس سره يا ډېر يا څه نا څه فکري توپير لري.

په اوسني پسنويتابه ولسواکيز فرهنګ کې پر مانا د نظام پر ځای د ولس تسلط ډېر شوی. هر څوک د رسنيو په مټ هڅه کوي، چې په ولس کې د ځان لپاره تبليغ وکړي. رسنۍ د مخاطب ذهن په يو عالم معلوماتو ډکوي. رسنيو ته هم نندارچي، اورېدونکي او لوستونکي تر پخوا ډېر مهم شوي، خپلې خپرونې د نندارچي له خواهش سره برابروي او ورسره په خوا کې د هغه ذهن په خپلو غوره کړيو معلوماتو ډکوي.

په لويديځ کې د  متن پر مانا د پنځګر(ماتن) پرځای پخپله د متن او بيا د لوستونکي يا اورېدونکيتسلط د پسنويتابه د فرهنګ يوه برخه ده. په پسنويتابه کې د لوستونکي ذهن له ماناوو ډک دی چې لوستلېدونکي متن ته مانا ورکوي. دلته مانا او ځواک سره ډېر نېژدې کېږي. لوستونکی ځکه د متن پر مانا مسلط دی، چې رايه ورسره ده، چې سياسي ګوندونه ورته اړ دي.

په دې توګه اصلا د ځواک سرچينه خلک دي. پښتانه وايي، چې د ولس زور د خدای زور دی يا لکه خوشال چې وايي:

ملتونه چې سند و بله وکا

پادشاهان ورته سجود کاندي اختيار

نو چې ځواک له وګړي سره دی، د رسنيو د خپرونو په مرکز کې هم وګړی دی: وګړی څه وايي؟ څه غواړي؟ او څه نه غواړي؟

د لوستونکي دومره اهميت زموږ ادبيات هم اغېزمن کړي. که يوازې شاعرۍ ته راشو؛ نو خواله رسنيو د شاعر او مخاطب ترمنځ واټن صفر ته راوستی. که څه هم په يوه شعر کې شاعر عملا حاضر نه وي او په وسمهال کې د شاعر شتون چندان اهميت هم نه لري، ځکه چې د مانا او ارزښت ټاکنې واک و ځواک له لوستونکي سره دی؛ خو شاعر خپل شعر ډېر ژر د نړۍ د بل ګوټ لوستونکي ته رسولای شي.

په اوسني چټک مهال کې مواد ډېر ژر زړېږي، رسنۍ ډېر ژر ژر خپل مواد تاندوي، چې لوستونکی له زړو  موادو سره تنګ نشي او په تازه موادو يې دلجويي وشي، ځکه نو رسنۍ يو لوی جوال ته ورته دي، چې شاعر يې بايد ژر ژر ډک کړي. ژر ژر ډکول د لوستونکي د غوښتنې پر بنسټ کېږي او د شعر کيفيت ته زيان رسوي. شاعر هڅه کوي، چې پر انلاين بازار خپله اجاره داري ثابته وساتي. مطلب دا چې په وسمهال کې د چټکتيا او مصرفي فرهنګ له امله د شعر و هنر غوندې څيز هم د خرڅلاو په څيز اوښتی، چې سپانسر کېږي او بايد په مارکيټ کې خرڅ شي؛ نو شاعر د ګټې لپاره بايد خپل مواد ژر ژر تازه کړي. که داسې ونه کړي، ډېر ژر د لوستونکو له خولې غورځېږي. موږ د دې تېرې يوې نيمې لسيزې په لنډه موده کې د ګڼو داسې شاعرانو د تود بازار د سړېدو شاهدان يو. دا ژر ژرتيا د شعر پر کيفيت منفي اغېز کوي او د شاعر عمر لنډوي، ځکه چې شاعر د پيل نوښت تر پای نشي ساتلی او ډېر ژر تکرار او له خپله ځانه غلا(Self-plagiarism) ته لاس اچوي.

د لوستونکي اهميت يوازې د مانا تر کچ محدود نه دی، بلکې لوستونکی د ادبي ماهيت ټاکندوی دی. پخوا چې د شاعر او لوستونکي ترمنځ واټن ډېر لرې او مبهم و، ادبي اصول عيني ګڼل کېدل او شاعرانو به هڅه کوله، چې دغه اصول پلي کړي او د دې آرونو له مخې ماډل ته ځان ورسوي. په کلاسيکه شاعرۍ کې يې وړاندې شوې محبوبه يښه بېلګه ده؛ خو اوس د ښه او ناښه شعر تله د لوستونکي پر لاس ده، ځکه چې که لوستونکی نه وي، د فيسبوک د بازار په دومره ګڼو توکيو کې به د يوه شاعر شعر څوک اخلي. شاعر ځان مکلف ګڼي، چې د لوستونکي د فکر، باور او ذوق احترام وکړي او هغه چې څه غواړي، هغه ورته وړاندې کړي.

په لويديځ کې که د متن مانا تر لوستونکي راغله؛ خو د هغه ځای لوستونکی زموږ له لوستونکي سره ډېر توپير لري. د هغه ځای لوستونکی ايډيل نه سهي، عملي(applied) يې هم يوه نړۍ علم لري او د متن پر متنوعو ماناوو فکر کولای شي؛ خو موږ ته دا فرهنګ په داسې حالت کې راغی، چې زموږ زياتره لوستونکي ځينېکمسواده او ځينېپخپله د شعر په اړه لا لومړني معلومات نه لري؛ خو لايک او کمنټ ورکوي او  د شعر د ارزولو اختيار لري.

د لوستونکو هجوم که څه هم د څومره والي له مخې زموږ شاعري ډېره کړې؛ خو د څرنګوالي له امله زياتره وخت د لوستونکي د ټيت ذوق و فکر بلهاري شوې. د دې ټيټ ذوقۍ له امله هغه شاعران هم تود بازار لري، چې پخوانو ورته ناظم او څو لسيزې مخکې ماعران ګڼل کېدل.

د کيسي په برخه کې هم د لوستونکي اړتيا او خوښې ته کتل کېږي. دا خوښه کله د موضوع د انتخاب په بڼه ځان ښيي، چې بې اړتيا وي؛ خو لوستونکی يې غواړي.

د لوستونکي خواهش د لرغوني يوناني تصور غوندې دا دی، چې ښکلا او نيکي هممهاله وويني. د کيسو اصلي کرکټرونه که ښځمنه وي، بايد ګورې زلفې، لوړه ونه، اوږدې ګوتې، پاسته لاسونه، سپين ګرد مخ او … ولري، چې لوستونکی ورته رامات شي؛ خو هممهاله بايد دا ښکلا نيک خويونه هم ونغاړي: وفاداره وي، لمونځغاړې وي، حياناکه وي، چلن يې خوږ وي؛ خو په واقعيت کې نېکي او ښايست دوه بېل ارزښتونه دي. ښکلی انسان ښايي جفاکار وي يا د ښو اخلاقو والا بدرنګ وي. ښايست او اخلاق دواړه نسبي هم دي. د لوستونکي غوښتنه دا ده، چې مثالي ښايست او اخلاق تجربه کړي او کيسه ليکوال د ده دا هيله ورپوره کوي. په واقعيت کې د ښايسته ګڼلو د تار يوه څوکه د نندارچي په ذهن کې وي. نندارچي د پديدې ښکلاييزې تشې په خپلو عواطفو، تجربو، محروميتونو او ذوق ډکوي. همداسې د وګړيو اخلاقي چلن هم ثابت او له ټولو وګړيو سره يو ډول نه وي.

په کيسه کې د لوستونکي هيله دا وي، چې ظالم کس بايد پر هر چا ظلم وکړي؛ خو يتيم ماشوم بايد ښکلی او د هر چا له لاسه پرې ظلم وشي.يو کس ښايي له يو سره بد وکړي؛ خو په واقعيت کې ضرور نه ده، چې دی دې هر چا سره بد وي. مطلق تصور جوړول د لوستونکي خواهش دی، چې له دې سره ناشعوري د يوه فکر استبداد عامېږي.

زموږ شاعر او عالم ته د لوستونکي يوازې د معلوماتو د تندې خړوبول او د ذوق مړول نه دي ورتر غاړې، بلکې فکري او ذوقي روزنه هم ور تر غاړې ده؛ نو شاعر بايد د شعر و نثر لويي د لوستونکي د هر ضد قرباني نه کړي، ځکه چې زموږ ځينې لوستونکي هغه ماشومان دي، چې هر پړکېدونکي څيز ته خوشحالي ښيي، هغه که سراب وي او که د اسمان ستوري. هوښيار شاعر به پرې د ستورو د وطن ننداره کوي.

1,023 total views, 14 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this:
/* ]]> */