کلتور او ادب

نعتيه غزل؛ چنار ټکور

چنار ټکور

مابه ومنې کنه ډک له عصیان یم
محمده ! مدېنې ته در روان یم

زما اوستا ترمنځ توپیر خو څه کم نه دی
ته بادشا زه خاک غبار د بیابان یم

له غربته مي د تن جامې پلورلې
یو وګړی د غریب افغانستان یم

په زاریو په نوحا درځم حبیبه
د ګناه پېټي دروړم ستړی ستومان یم

د ژوندون په کږ لېچونو کې ايسار یم
زه له ټولو نه کمزوری مسلمان یم

ملامت د خپل وجدان په محکمه کې
سر مي ځوړند په خپل کړنو پښېمان یم

نه د چا د سترګو تور لکه رانجه شوم
نه (ټکور) د خپل وجود شوم نه درمان یم

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: نعتيه غزل؛ چنار ټکور

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */