کلتور او ادب

ډالۍ! فيض ځلاند

فيض ځلاند

د نکیر منکر سوال ته منتظر یو
لکه مړي خپل احوال ته منتظر یو

انتظار یو چې له موږ به څه جوړیږي
خیشته خټه یو کلال ته منتظر یو

میخانه کې ملا جمع راته راکړه
دې ثواب کې هم وبال ته منتظر یو

ګرځوو به قضا شوي ټول لمنځونه
که اذان وکړي بلال ته منتظر یو

لښکر شوي یو ځلانده بیا جګړې ته
بیا خرڅیږو بیا د لال ته منتظر یو

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ډالۍ! فيض ځلاند

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */