افغانستان

ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخته د ګډوډۍ له امله يوه سپين ږيري خپل ژوند له لاسه ورکړی

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخته د زيات بیروبار، ګډوډۍ او سختې تودوښې له امله يوه سپين ږيري افغان د پاکستان ويزې ترلاسه کولو په موخه خپل ژوند بایللی دی.

د ننګرهار ولايت چارواکو د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي او نه هم تر اوسه د مړه شوي سپين ږيري د پيژندنې په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.

څو مياشتې مخکې هم د کامۍ ولسوالۍ يو بل سپين ږیری د پاکستان کونسلګرۍ مخته وفات شوی و.

دغه سپين ږيری په داسې حال کې وفات شوی، چې کابل ښار کې د پاکستان سفارت، جلال اباد، کندهار، مزار او هرات کې د پاکستان کونسلګريو ته هره ورځ زرګونه افغانان پاکستان ته د درملنې او نورو اړينو کارونو لپاره د پاکستان ویزو ترلاسه کولو هڅې کوي، خو له تېرو څو کلونو راهيسې دا بهير د زيات بیروبار، رشوتونو او ګډوډۍ له امله له ستونزو ډک دی.

 د پاکستان سفارت او کونسلګريو مخته ډېری زورواکان او کمېشنکاران د رشوتونو  په  مرسته خلکو ته ويزې اخلي، چې له امله يې د ويزو ترلاسه کولو منظم بهير له ګډوډۍ سره مخ  دی.

تېره اوونۍ د پاکستان سفارت مخته يوه پوليس يو سپين ږیری وهلی و او د ويډيو خپرېدو له امله نوموړی پوليس قومندانۍ نیولی، خو دا او ورته نورې پېښې د پاکستان سفارت او کونسلګريو مخته هره ورځ کېږي او چارواکي تر اوسه د داسې پېښو په مخنيوي نه دي توانېدلي.

Tags
%d bloggers like this: