ټولنیزي لیکنې

د دينپوهانو آفت

ډاکټر غنچه ګل ارمان

کله چې دين د تودې او په خوځښت راوستونکې عقيدې پر ځای په حرفې او کسب بدل شي، بيا نو په خولې يو څه او په زړه بل څه وايي. په ښو امر کوي، مګر خپله يې نه کوي. نېکۍ ته بلنه کوي، مګر خپله ترې بې پروا وي. الفاظ له خپله ځايه بې ځايه کوي او پرېکنده نصوص د غرض او خواهشاتو په خدمت کې تأويلوي. داسې فتوې او تأويلونه را باسي چې ظاهراً د نصوصو له ظاهر سره سر خوري، مګر په حقيقت کې د دين له حقيقت سره په ټکر کې وي. دا د زر او زور د څښتنانو د غرضونو او غوښتنو د توجېه کولو له پاره کوي. هغسې لکه د يهودو احبارو او دينپوهانو به چې کول!

په خوله نېکۍ ته رابلل او په کړو وړو کې ترې مخالفت هغه آفت دی چې نه يوازې د بلونکو، بلکې په خپله د دعوت او بلنې په اړه هم په زړونو کې شک پنځوي. دا د خلکو په زړونو او فکرونو کې ګډوډي رامينځ ته کوي، ځکه چې خبرې ښايسته اوري او عملونه بدرنګه ويني. په دې توګه د وينا او عمل تر مينځ توپير ته حيرانيږي، په روح کې يې هغه لمبه سړيږي چې عقيدې پکې بله کړې، په زړونو کې يې هغه رڼا مړه کيږي چې ايمان پکې لګولې، او پر دينپوهانو د باور له لاسه ورکولو وروسته بيا پر دين هم باور نه کوي.

خبره که چېرې له داسې زړه وتلې نه وي چې خپله پرې ايمان لري، داسې خبره مري او بې حرکته کيږي، که هر څومره انګازه لرونکې، آهنګ لرونکې او ولوله ناکه هم وي. انسان هېڅکله هم پر هغه څه باور نه شي موندلی چې وايي يې، مګر دا چې د خپلې وينا ژوندۍ بېلګه او د خپلو خبرو عملي نمونه شي… کله چې داسې شي، بيا نو خلک پرې باور کوي او اعتماد پرې کوي، که څه هم چې په خبرو کې يې انګازه او زړه راښکونتيا نه وي… خبرې بيا له خپل واقعيت څخه ځواک اخلي، نه له خپل موسيقيت څخه، او ښايست يې له خپل صدق څخه سرچينه اخلي، نه له خپلې ځلا او پْړَکنده توب څخه…. داسې خبرې بيا د ژوند څپه ګرځي، ځکه چې له ژونده پنځېدلې وي.

د وينا او عمل او عقيدې او سلوک تر مينځ يوشانوالی نه اسانه کار دی او نه هواره لاره. دا کار رياضت، هڅه او کوشش غواړي او له خدای سره اړيکو جوړولو، له هغه څخه مرستې غوښتنې، او د هغه لارښوونو ته پناه ور وړلو ته اړتيا لري. ځکه چې د ژوند شرايط، اړتياوې او مجبوريتونه ډېر دي او سړی په عمل کې له هغه څه لرې کوي چې په ضمير کې پرې عقيده لري او نور خلک ور ته رابلي. دا فاني انسان که له تلپاتې ځواک سره په اړيکه کې نه وي، که هر څومره ځواکمن وي، بيا هم کمزوری دی. ځکه چې د شر، سرکښۍ او بېلارۍ ځواکونه له ده نه لوی دي. کېدی شي يو وار، بل وار، بل وار به دی پرې برلاسی شي، مګر د کمزورۍ شيبه پرې راځي، غړي يې ښوييږي، غورځيږي او خپل تېر، حال او راتلونکی بايلي. مګر هغه چې پر ازلي او أبدي ځواک تکيه کړې وي، هغه برلاسی دی، برلاسی دی، پر هر ځواکمن برلاسی دی. پر خپل شهوت او کمزورۍ برلاسی دی. پر خپلو ضرورتونو او مجبوريتونو برلاسی دی او پر هغو ځواکمنو برلاسی دی چې د ده په مخ کې دريږي.

في ظلال القرآن، ۱ ټوک، ۶۸ مخ

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د دينپوهانو آفت

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */