ټولنیزي لیکنې

کورنۍ څنګه اصلاح کړو؟

خالد محمدي

الله تعالی په انسانانو ډېر زیات نعمتونه کړي دي، چې د هغو نعمتونو په لړ کې صالحه کورنۍ هم راځي، ځکه الله تعالی په خپل کلام کې فرمایلي دي چې (والله جعل لكم من بيوتكم سكناً) ژباړه: الله تعالی کورونه ستاسو لپاره آرام او سکون ګرځولی دی.
نو آرام او سکون په هغه وخت کې راځي چې د صالحې کورنۍ اسباب وپېژنو او عملي يې کړو، نو په همدې اساس ومې غوښتل چې داسې یو څه ولیکم چې د یوې صالحې کورنۍ لپاره ترې خلاصی نه وي.

اول- د کورنۍ لپاره صالحه ښځه انتخابول:
ځکه ښځه چې ده د یوې کورنۍ د جوړولو لپاره لومړی شرط دی نو اوس دغه ښځه چې انتخابوو داسې ښځه به انتخابوو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته په خپل مبارک حدیث کې فرمایلي (تنكح المرأة لأربع: لمالها، ولحسبها، ولجمالها، ولدينها، فاظفر بذات الدين تربت يداك ” متفق عليه.)

Happy family with several members in education process

ژباړه: د څلور وجوهاتو له وجې ښځه په نکاح اخیستل کېږې، د مال له وجې، د نسب له وجې، د ښایست له وجې، د دین له وجې، نو نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د دین خاونده ښځه غوره کړه لاس دې سپیره شه.

همدارنګه بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي چې:
(“الدنيا كلها متاع، وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة ” رواه مسلم)
ژباړه: دنیا ټوله متاع ده، خو غوره متاع پکې هغه نېکه ښځه ده.
نو چې کله په یوه کورنۍ کې د هغې کورنۍ ښځه صالحه شي نو ټوله کورنۍ په خپله صالحه کېږې.

دویم- د ښځې په اصلاح کولو کې کوښښ کول:
که چېرته یوه ښځه صالحه وه، خو ډېره ښه خبره ده، او که چېرته صالحه نه وي نو بیا به په دې کې کوښښ کوه چې دغه ښځه صالحه شي.
او یا ښځه په هغو ښو کارونو باندې عادت کول، چې د هغې له جملې څخه یو څو زه تاسو ته وړاندې کوم.

۱:په دې باندې تېزي ورکول چې خپل عبادت صحیح کړي.
۲: په قیام اللیل باندې عادت کول.
۳ : په تلاوت باندې عادت کول.
۴: د هر وخت په مناسب دعاګانو باندې يې عادت کول.
۵: په صدقې ورکولو باندې عادت کول.
۶: د غوره اسلامي کتابونو په مطالعه باندې عادت کول.

درېیم- خپل کورد الله تعالی په ذکر باندې ژوندې کول:
ځکه هغه کس چې د الله ذکر کوي د هغه مثال په شان د ژوندي دی، او هغه څوک چې د الله ذکر نه کوي د هغه مثال په شان د مړي دی. نو هغه کور چې په هغې کې د الله تعالی ذکر کېږې، نو هغه کور د ژوندیو خلکو کور دی او هغه کور چې هلته د الله ذکر نه کېږې نو د هغه مثال په شان د قبر دی.

څلور- په کور کې عبادت کول:
یعني په خپلو کورنو کې د الله تعالی عبادت کوي، ځکه کله چې فرعون په بني اسرئیلو باندې ډېره سختي شروع کړه. نو الله تعالی ورته د موسی علیه سلم په واسطه وویل چې د خپلو کورنو څخه قبلې جوړې کړئ . یعنی د الله عبادت پکې وکړئ.

پنځم- د کورنۍ غړو ته ایماني تربیه ورکول:
په داسې شکل سره چې ایماني رنګ په کورنۍ کې غالبه شي، یعنې د ژوند په هر ډګر کې پکې د ایمان رنګ معلوم شي، په دې معنا: چې هغه کارونه ترسره کړي چې د یو مؤمن څخه يې توقع کېدلې شی.

شپږم- د کورنۍ غړو ته تعلیم ورکول:
دا یو شرعي فریضه ده چې د کور په خاوند باندې لازمه ده، چې د کورنۍ غړي په شرعي تعلیم باندې سمبال کړي، ځکه په کومه کورنۍ کې چې شرعي تعلیم وجود ونه لري، نو هغه کور د بدبختیو څخه ډک وي نو کورنۍ ته تعلیم ورکول یو دیني وجیبه ده، چې هر مسلمان باید دا وجیبه په صحیح ډول سره ادا کړي، هر کله چې دغه وجیبه مونږ په صحیح توګه ترسره کړو، نو کورنۍ به مو د هر قسم مشکلاتو څخه خلاصه شي.

اووم- په کور کې یوه اسلامي مکتبه جوړول:
ځکه په کور کې مکتبه جوړول دا دکورنۍ په تعلیم کې ډېر قوي رول لوبولی شي.او په اسلامي احکامو باندې د پوهې ښه وسیله ده. نو اوس دا ضروري نه ده چې دا مکتبه دې یوه لویه مکتبه وي، بلکې وړه دې وي خو چې څه ناڅه مهم کتابونه پکې موجود وي، او دا مکتبه باید په داسې ځای کې وي چې د کور د هر غړي ورتګ هلته بغیر له کوم تکلیف څخه وي.

اتم- یو صوتي مکتبه جوړول په کور کې:
یعني په داسې شان سره چې په کور کې داسې ځای هم وي چې هلته دیني مسائل، تلاوت، اذکار او داسې نور هلته واوریدل شې، هسې نه که چېرته په یو کورنۍ کې دغسې پروګرام جوړ نه وي نو هلته بیا د موسقۍ اډه جوړه شي، نو ځکه یو صوتي اسلامي مکتبه جوړول لازمي دي.

نهم- بې دینه کسانو ته کور ته د داخېدلو اجازه نه ورکول:
ځکه هر یو کس کې خپل تأثیر وي په نېکانو کې نېک تأثیر وي، او په بدانو کې بد تأثیر وي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي

ژباړه:د بدو کسانو سره ناسته کول د اهنګر په شان دي یعنې یا به دې وسوزوي او یا به درته بد بوی درشي.
نو همدغه مثال د بد سړي هم دی چې یا به دې د ځان په شان کړي، یعنې په بدیو کې به اخته شې او که داسې نه وي څه ناڅه تأثیر به درباندې وشي، نو د همدې وجې خپل کور د بدو کسانو څخه وساتئ.

لسم- د کورنۍ غړو په احوالو باندې ځان پوهه کول:
په داسې شکل سره چې د کورنۍ د غړو ملګري څوک دي، څوک ستاسې د کورنۍ غړی ځان ته کشوي، ستا د کورنۍ غړی چېرته ځي او داسې نورو ټولو احوالو باندې باید ځان پوه کړو.

یوولسم- په کور کې ډېره توجو ماشومانو ته کول:
یعنې چې لږ په څه پوهېږي د قرآن کریم حفظ پرې وکړي او د نبوي صلی الله علیه وسلم احادیثو او سیرت او صحابوو ژوند کیسې ورته وکړئ، او ښه اسلامي تربیه ورته ورکړئ.

دولسم- د کورنۍ د غړو اوقات منظمول:
یعنې د هر یو لپاره په منظم شکل سره پلان جوړول، او هغه پرې عملي کول، خو پلان کې باید د هغوی ټول اړخونه په نظر کې ونیول شي.

دیارلسم- نرم اخلاق په کورنۍ کې خورول:
ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي (عن عائشة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” إذا أراد الله – عز وجل – بأهل بيت خيراً أدخل عليهم الرفق ” رواه الإمام أحمد)
ژباړه: الله تعالی چې کله یو کور ته د خیر اراده وکړي نو نرم اخلاق پکې الله داخل کړي. یعنې د دغې کورنۍ غړی نرم اخلاق په خپل کور او د کور څخه بهر چلوي.

څوارلسم- د کور په کارونو کې مرسته کول:
ډېر زیات کسان دغه صفت د ځان څخه نفې کوي او دا د ځان لپاره شرم او عار ګڼي چې څنګه زه په کور کې د کور د نورو غړو سره په شریکه کار وکړم. خو دغه صفت نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپل ځان باندې عملي کړي وو. ځکه حدیث کې راځي (فأما رسول الله صلى الله عليه وسلم فقد كان ” يخيط ثوبه، ويخصف نعله، ويعمل ما يعمل الرجال في بيوتهم ” رواه الإمام أحمد)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې خپلې جامې به يې په خپله ګنډلې، او اوښه به يې په خپله لشوله، او کور کې به يې هغه کارونه کول چې نور خلک يې کوي په کورونو کې.

پنځلسم- د موبائیل له شر څخه د کورنۍ ساتل:
ځکه چې دا یو ډېر هلاکونکی شی دی، چې ماشومان د جهالت کندې ته غورځوي.نو د دغه شر څخه د خپلې کورنۍ غړي وساتئ.

شپاړلسم- د کورنۍ د غړو صحت ته پاملرنه کول:
ځکه که چېرته د کورنۍ د یو غړي صحت ښه نه وي، یو خو دغه غړی د هر څه څخه محرومیږي او بل د کورنۍ نور غړي هم ورسره په تشویش کې کېږي، نو لازمي خبره دا ده چې د کورنۍ د غړو صحت ته ډېره پاملرنه وشي.
په اخر کې دومره وایم چې د یوې صالحې کورنۍ لپاره کوم اسباب ضروري وو هغه ما ستاسو په مخ کې کېښودل.
الله تعالی دې مونږ او تاسې د یوې صالحې کورنۍ غړي وګرځوي.تر څو په دې دنیا او هغې دنیا باندې کاميابي حاصله کړو.

سرچینه: اصلاح انلاین

%d bloggers like this: