ټولنیزي لیکنې روغه سټه

د منفي او مزاحمو افکارو د لمنځه وړلو لپاره ګټوره لیکنه

ژباړه: آلماء افغان

هر مثبت او منفي فکر زموږ په بدن مستقیمه اغیزه لري، د منفي فکر درلودل مو په روح، روان او جسم بده اغیزه پریباسې نو پکار ده چې ځان ترې وساتو.

منفي او مزاحم احساسات مو وسوځوئ

هڅه وکړئ د ځان په اړه ځورونکي بد الفاظ او افکار د کاغذ پرمخ ولیکئ او وروسته ورته اور واچوئ دا کار به تاسو ته داسې روحیه درکړي چې زړه مو تسکین وکړ او خپل بد افکار مو وسوځول.

پر کاغذ د خپلو بدو افکارو لیکل مو یوازې د کاغذ پرمخ لیکل کیږي هڅه وکړئ ټول بد افکار پکې ولیکئ او پدې توګه يې وروسته وسوځوئ.

دا چاره به تاسو سره مرسته وکړي چې زړه مو آرام ومومي او هم دا ویره درسره نه وي چې ستاسو لیکل بل څوک لولي او بله دا چې پدې کار سره مو د زړه ګیلې ختمیږي او د آرامتیا احساس کوئ نو هڅه وکړئ دا کار هر هغه وخت تمرین کړئ چې منفي افکار مو تاسو ځوروي.

هغه څه چې د منفي او مزاحمو افکارو په اړه باید پرې پوه شئ

هڅه وکړئ لیکل شوي احساسات مو بیا ونه لولئ ځکه دا چاره ستاسو د خپګان سبب ګرځي، کوښښ وکړئ چې خپل احساسات په کمپیوتر، موبائیل، تابلیت او نورو اړونده وسایلو کې ونه لیکئ ځکه دا چاره هم زیانمنه ده، کیدای شي ستاسو لیکل شوي احساسات نور ولولي او دا کړنه لا ستاسو د ځورولو سبب شي.

په لیکنه کې ځان مه ملامته کوئ ځکه که تاسو ځان ملامته کړئ نشئ کولای مثبت فکره شئ هڅه وکړئ ځان حقداره وګنۍ او په ځان ډیر مهربانه واوسئ.

د کاغذ او قلم نه استفاده وکړئ او کوښښ وکړئ څه مو چئ زړه غواړي ولیکئ ټول منفي احساس مو په لیکلې بڼه ختم کړئ او وروسته يې وسوځوئ.

د منفي او مزاحمو افکارو درملنه

هڅه وکړئ هر سهار خپل منفي افکار وسوځوئ او له ځانه يې لیرې کړئ دا کار پنځه ورځي پرله پسې وکړئ او که فکر کوئ له هغې وروسته مو بیا هم منفي افکار مزاحمت کوي ورته کړنه ترسره کړئ.

دا کار د خپل روحې او روانې سلامتیا تر عنوان لاندې ترسره کړئ، لکه څنګه چې حمام کول، د ځان ساتنه او خپلو غاښونو او ویښتانو پاملرنه کوئ دغه شان د خپل روح د آرامه کولو لپاره هم پام وکړئ.

هغه څه چې انتظار يې کوو

کیدای شي تاسو فکر وکړئ چې آیا زموږ دا کار کوو ښه ځواب دی؟ آیا دا کړنه زموږ لپاره ګټوره ده او آیا موږ خو؛ به تیروتنه نه کوو؟
تر کوم وخته چې تاسو له دې طریقې استعفاده کوئ چې خپل منفي احساسات د کاغذ پرمخ لیکئ امکان نلري تیروتنه وکړئ. هغه څه چې تاسو يې لیکئ هیڅ موضوع د اشتباه نده، هیڅ کلیمه تیروتنه نده او هیڅ احساس موجود ندی چې تاسو يې بیانوئ، تیروتنه اوسي.

نو؛ ممکنه ده چې تاسو د منفي فکر څخه بلها فاصله واخلئ او زړه مو سپک او آرامه کړئ.

کیدای شي تاسو د ستړیا، درد او ناخوښۍ احساس ولرئ دا کړنه مو احساس بهتر کوي.

که دا تمرین تاسو د عمر په اوږدو کې ترسره کړئ، ډیر تغییرات او واضح احساس به تجربه کړئ همدارنګه بیا، بیا د منفي افکارو لیکل د صفحې پرمخ مو زړه نهایت سپکوي.

لکه څنګه چې یو سپورت د بدن د ښکلا لپاره بهتره نتیجه لري همداسې دا تمرین هم روح ته آرام ورکوي او په دې ډول مو منفي او مزاحم افکار د لمنځه ځي.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this: