نظر او تحلیل

د طالبانو ګواښ او د رسنیو وضعیت!

ډاکټر طارق

په تېر جهاد کې کرښې معلومې وې، یوازې دوه لارې وې، کفر او اسلام؛ طالبانو له مصلحته کار واخیست، د بیا رامنظمېدو او وسله‌والې مبارزې ته د ولس پراخ ورتګ دې ته اړ کړل چې اویا سلنه دولت باندې غرض ونه لري، د ټوپک شپېلۍ يې یوازې هغوی ته برابرې کړې چې دوی ته يې د ټوپک شپېلۍ نیولې وه، د بهرنیانو تر څنګ يې د دولت له ملي امنیت، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت سره جګړه ګرمه وساتله، خو نور يې ټول دولت باندې سترګې پټې کړې!

دا وضعیت نولس کاله روان و، طالب له پیله پوهېده چې د ټوپک تر شپېلۍ لاندې يې د اسلام، اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او سالمي فکرې لارې د ساتلو شعارونه هم پورته کړي دي، خو پام يې و، چې مخالفین يې له بېلابېلو چاپي، انلاین، تصویري او صوتي رسنیو د دوی پر ضد پروپاګند کوي، حتی ښکنځلې کوي، ولس ته دروغ وايي او په لوی لاس ځوان نسل د ګمراهۍ کندې ته ټېل وهي، ځکه خو دوی هم پخپلو تشکیلاتو کې فرهنګي کمیسیون رامنځته کړ، چې په دې برخه کې هم تر یوه بریده ځواب‌ګوی واوسي، خو پام يې شول چې دوی د خپل دښمن په اندازه نه‌شي ټېټېدلی، دوی مردانګي له لاسه نه ورکوي او خپل دښمن هم نه ښکنځي؛ نو باید څه وکړي؟

په داسې حال کې چې د «ازادو» رسنیو په نامه پرلپسې، پر دیني مصطلحاتو بریدونه کېږي، ارزښتونه له منځه وړل کېږي او حتی د حلال او حرام پولې نړېږي، دې وضعیت طالب اړ کړ چې تر فرهنګي کمیسیون ور هاخوا بېرته نظامي ته پام وکړ او پر رسنیو غږ وکړي چې، کنټرول!!!
کنه سابه به يې په مالګه کړي!

دا په معاصره نړۍ کې د دې نړۍ د معیارونو پر اساس «ناځواني» بلل کېږي، چې د خبرې ځواب دې په ټوپک ورکړل شي، رسنۍ ته باید د رسنۍ له لارې ځواب ورکړل شي، خو اصلاً دا ناځواني پخپله د ځوانۍ ښکار ده، ځکه چې په دې نړۍ کې طالب د اوسېدو ځای نه درلود، طالب د خبرې حق نه درلود، طالب د نوم اخیستو، اوږدې ږېرې، اوږدې لمنې او ول ول لونګۍ ثقافت نه شوای ښکاره کولی، په داسې وضعیت کې لا هم طالب ډېره ګوزاره کړې، طالب هغه وخت چې خپل سرتېري به يې په ځان پسې بمونه وتړل او پر یرغلګرو به يې ور منډه کړه، په نړۍ کې يې د زړورتیا، سرښندنې او قربانۍ اعلی نمونه وړاندې کړه، خو رسنیو وویل «ځانمرګی» دی؛ هم حوصله وکړه، تر دې تونده ښکنځل ښايي وجود ونه لري، خو طالب وزغمله او پرلپسې يې وزغمله، طالب د صریحو دیني نصوصو په رڼا کې خپله لار بر حقه جهاد ثابتوي، نه یوازې دیني بلکي نړۍوال وضعي قوانین پر دې اعتراف کوي چې بهرنیان یرغلګر او پر وړاندې يې مبارزه د افغان ولس حق دی، په دې اړه د دوکتور روستار ترکي او ګڼو نورو افغان حقوقپوهانو او تاریخپوهانو لیکنې انټرنیټ کې موندلی شئ، د دې تر څنګ د ګڼو بهرنیانو متقاعدو پوځیانو اعترافات کتلی شئ، چې ځانونه یرغلګر بولي او مني چې تېری يې کړی.

خو رسنۍ د یو ځانګړي هدف له مخې رامنځته شوې دي او نږدې ټولې يې له بهرنیو سفارتونو، استخباراتي ډلو ټپلو او سازماني اشخاصو او کمپنیو له لوري تمويلېږي، دوی تر دې هم وړاندې لاړې او د افغان ولس له دښمن سره اوږه پر اوږه ودرېدې، دوی سره له دې چې طالب سرتېری «ځانمرګی» خو د پیسو لپاره اجرتي عسکر «سرتېری» بولي، سره له دې چې جهاد «نامشروع جګړه» او د بهرنیو پوځي ملاتړ «دیني دنده او د وطن مینه» بولي تر دې يې هم پښې وغځولې او د سوداګریزو خبرتیاو په نامه يې د دښمن شمېرې اعلان کړې، تمثیلي پارچو کې يې پر ارزښتونو ملنډې ووهلې، په مقابل کې د طالب ویاند په کال کې يو ځل نیم ساعت مرکه د بیان د ازادۍ «نمونه» معرفي کوي او سره له دې چې طالب د خبرې حق نه لري، د رسنۍ حق نه لري او لا يې هم شعر او ویډيوګانې جرم بلل کېږي، که خواله رسنیو کې څوک د طالب خواخوږي وکړي مجرم پېژندل کېږي، د دې تر څنګ طالب اوس پر نړۍوال سټيج د اسلامي او ملي قضایاو رښتینی استازی دی، د نړۍ په سطح له زبر ځواکونو سره د مصطللحاتو پر تعریف بوخت دی، خو رسنۍ انګېري چې لا يې هم باید دوی ته لاس تر زنې لاندې ايښی وای!!!

اصلاً طالبانو دا اقدام باید کلونه وړاندې پورته کړی وای، زه نه پوهېږم دې کې به د دوی څه مصلحت و، خو دا اړینه وه چې د خپل مخالف په څېر دوی هم د دښمن هر ستایش‌ګوی تر ګوره رسولی وای، دوی ناوخته کړه، خو بیا هم دیر اید درست اید!

رسنۍ باید څه وکړي؟

که څه هم طالب ویاند ښاغلی مجاهد پرلپسې مرکو کې پر «کلي تغیر» ټینګار کوي، خو وړاندې تر دې چې طالبان د رسنیو د تغیر لپاره لستوڼی را بډوهي ښه ده چې رسنۍ نور ځانونه په رښتینې معنا «ملي» کړي، ارزښتونو ته درناوی ولري، ښکنځلې، د جګړې د یو اړخ ظاهري په ډاګه او د ښکنځلو تر بریده ملاتړ پای ته ورسوي، ټولنیزې، دیني او اصلاحي خپرونو ته پام زیات کړي، داسې څه په ځان کې پرې نه ږدي چې د الله جل جلاله او د الله جل جلاله د لارویانو پر وړاندې خړ مخي او مجرم ودرېږي، دې نولسو کلونو کې يې ډېرې پیسې واخیستې، نوره نو ښه ده چې ولس ته مخ کړي او رښتینې رسنیزې چارې پر مخ یوسي، نه استخباراتي، سازماني، جګړه‌ییزې او بربنډې برنامې!

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د طالبانو ګواښ او د رسنیو وضعیت!

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */