روغتیا

د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د بدن سوځیدل یو له سختو دردونو څخه ګڼل کیږي چې جدي او چټکې درملنې ته اړتیا لري، خو کله چې سوځېدل له خطره خالي او په ښکته درجه کې وي نو په لاندې کورنۍ لارو یې درملنه کولای شئ.

شات

شات بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو د سوځېدو په مخنیوي کې هم د مرهم په ډول غوره ثابتیدلای شي، څيړنو ثابته کړې چې شات په خپل ذات کې ځانګړي مایع لري او د پوستکي په ساتلو کې مرسته کوي، همدا ډول د اکسایډ ضد په توګه هم کار کوي چې د حجرو په بیا رغولو کې مرسته کوي او د ټپ مخه نیسي.

د استعمال لاره

ددې لپاره په سوځېدلي ځای باندې شات واچوئ او په ململ یا په پاکه ټوټه یې وتړئ او لږ تر لږه تر درې ساعتونو یې پریږدئ، بیا یې لرې کړئ، د لا ښې نتیجې ورکولو لپاره دغه کار بیا تکرار کړئ.

د پيازو اوبه

ځینې سبزیجات په ځانګړي ډول پياز انتي بیوتک، اکساید ضد او د سلفر مرکبات لري چې سوځېدل او د هغه ځای سور کېدل کموي، پیاز د هغو ستونزو مخنیوی هم کوي چې له سوځېدو سمدلاسه وروسته رامنځته کیږي لکه پوستکی پوکاڼۍ کېدل یا داسې نور، همدا ډول پیاز د هغو باکتریاو مخنیوی کوي کوم چې د انفیکشن یا بلې ناروغۍ لامل کیږي.

د استعمال لاره

د پياز څخه د جوس ماشین یا بلې لارې په واسطه اوبه وباسئ او پر سوځېدلي ځای یې په ململ یا پاکه ټوټه واچوئ او تر څه مودې لپاره یې پریږدئ.

آلو

آلو یو له هغو خوړو څخه دی چې د پخلي استعمال یې ډیر دی، لامل یې په آلو کې په لوړه کچه غذایي مواد دي چې د بدن لپاره ګټه لري، خو خام آلو د سوځ په جوړښت کې هم مهم رول لري.

په آلو کې د اکسایډ ضد ماده شتون لري چې پوستکی په چټکۍ سره رغوي او هغه نښې چې د سوځېدو له کبله په پوستکي رامنځته کوي مخنیوی کوي، آلو په چټکۍ سره په درد کمولو کې هم مرسته کوي.

د استعمال لاره

ددې لپاره آلو څو برخې پرې کړئ او پر سوځېدلي ځای یې کیږدئ، تر شلو دقیقو یې پریږدئ او بیا هغه ځای په ډیرو اوبو پریمنځئ.

تور چای

تور چای د سوځېدو لپاره مثالي درملنه ده ځکه په دې کې شته مواد د سوځېدو تودوخه وباسي چې په پایله کې د درد مخنیوی کوي او د اغیزمن ځای خارښت کموي.

د استعمال لاره

ددې لپاره درې یا څلور کاشوغې تور چای راواخلئ او په یوه پیاله یخو اوبو کې یې ګډ کړئ بیا یې پر سوځېدلي ځای واچوئ او لږ تر لږه یې تر ۱۵ دقیقو پریږدئ، یا یې کولای شئ په ململ کې تاو کړئ او پر سوځېدلي ځای یې کیږدئ.

نوټ: په یاد ولرئ چې بالعکس پوهانو د ځینو کورني څیزونو په هکله د سوځېدو لپاره د نه استعمال خبرداری ورکړی، په دې کې د غاښونو کریم هم شامل دی چې د سوځ مخنیوي لپاره په سمدستي ډول عام کارول کیږي، پوهان وایي چې د غاښونو کریم د ګټې پرځای تاوان لري او د باکتریا رامنځته کېدو لامل ګرځي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: