ټولنیزي لیکنې

ولې د چاپېريال ساتنه/ محب الله عمري

 الله عمري

په نړیوالو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ډېر یا هم تل د چاپېریال ساتنې د ارزښت په اړه خبرې کېږي او د چاپېریال په وړاندې زمونږه دندې را په ګوته کوي. پدې پوهېږو چې چاپېریال په ځمکه د کې د ژوند د دوام لپاره ډېر مهم او اړین دی. خو ولې زمونږ ځینې دې برخې ته ارزښت نه ورکوي؟  ولې زمونږ په ډله کې بیا هم داسې کسان پیدا کېږي چې په بې پروا توګه چاپېریال ککړوي؟

د چاپېریال ساتنې ارزښت

طبیعت نه یواځې دا چې  د بېلابېلو سرچینو یوه مهمه ټوله یې زمونږ په واک کې راکړې ده، بلکې طبیعت له ژوندیو موجوداتو سره یو متصل سیسټم دی چې ټول حیات لکه خاوره، اوبه، نباتات، ژوي او انسانان ورته اړتیا لري. په حقیقت کې د تجربوي شواهدو پراخه او مډرن علم څرګندوي چې طبیعت د اوبو، هوا، خاورې، حیواناتو، نباتاتو او انسانانو یوه پېچلې مجموعه ده.

دغه اجزاوې دومره سره تړلې دي چې د یوې په له منځه تللو سره، په نورو ټولو یې منفي او ناوړه اغېزې کوي. نو خبره داده چې د طبیعت او د ژوند د چاپېریال ساتنه زمونږ دنده ده چې باید په مینه او درناوي یې ترسره کړو.


آلډو لئوپولډ، د امریکا د ساتنې د خوځښت پلار په خپله مقاله کې یوې مهمې موضوع ته اشاره کړې ده. هغه د ۱۹۳۰ کال په لسیزه کې د امریکا په ځنګلونو کې د افسرۍ دنده پر غاړه لرله، دی  په څرګنده توګه د لېوانو وژونکی و. «پولډ» پدې باور  ؤ چې د لېوانو له منځه وړل به له طبیعت سره ډېره مرسته وکړي او ځنګل به د هوسیو لپاره به جنت بدل شي. خو د لېوانو په له منځه وړلو سره د هوسیو رمې ډېرې او پراخه شوې چې پراختیا یې د خاورې د  تخریب لامل شوه. دا موضوع د نباتاتو د ودې خنډ وګرځېده چې په پایله کې یې لوږه حاکمه شوه. د لېوانو د نفوس کمول یواځې د طبیعت په نظم کې لاسوهنه وه.

دا بېلګه مو ځکه راواخیسته ترڅو ووایو چې دغه داړونکي حیوانات د طبیعت او د ژوند د چاپېریال لپاره څومره ګټور دي.

موږ له چاپېریال سره څه کوو؟

• موږ له ځمکې لاندې اوبو څخه په بې رویه توګه ګټه اخلو چې په لوی لاس د هایدرولوژي مهم او حیاتي دوران ته بدلون ورکوو چې د ځمکې لاندې اوبو د کچې د کمښت لامل کېږي.

• دځمکې لاندې اوبو ته  د نفتي او کیمیاوي توکو  نفوذ د طبیعي دوران په پایله کې  خاورې ته د ننه کېږي چې د خاورې، نباتاتو او د غذایي سرچینو د ککړتیا لامل کېږي.

• د ځنګلونو پرې کول او له منځه وړل، د ځمکې د تودوالي لامل ګرځي چې په پایله کې یې د قطبونویخونه ویلې کېږي چې دبحرونو د اوبو د کچې د زیاتوالي او ژوندیو موجوداتو د انقراض لامل ګرځي.

• د حیواناتو ناقانونه ښکار  د چاپېریال نظم ګډوډوي او پرته له ورانیو څخه بل څه پر ځای نه پرېږدي.

• د هوا کیمیاوي ککړونکي، دودونه، د اوزون تخریبوونکي مضر توکي او داسې نور د هوا د ککړتیا لامل ګرځي. د هوا ککړتیا یعنې تیزابي بارانونه، د اکسېجن نشتوالی او د ژوندیو موجوداتو مرګ.

• له پلاسټیک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او په چاپېریال کې یې غورځول ددې لامل کېږي چې دغه توکي په طبیعت کې له ۵۰۰ څخه ډېر کلونه پاتې شي او د چاپېریال د ککړتیا لامل شي. دغه ککړونکي له بادونو سره یوځای کېدلی شي چې له یو ځای نه بل ځای ته لېږدول کېږي. ویالو او  رودونو ته هم دننه کېږي چې د اوبو د جریان خنډ ګرځي او د ویالو د بندښت لامل کېږي.

پورتنۍ څرګندونې یواځې د انساني کړنو هغه کوچنۍ برخه ده چې د چاپېریال په تخریب او ککړتیا کې رول لري. دا کړنې د ځمکې او پکې د حیات د پایښت موده راکموي او خپله د انسانانو د تدریجي مرګ لامل ګرځي. که ځير شو، په ځمکه کې ټول ژوندي موجودات له خپلو دندو خبر دي او پرته له کومې ناغېړۍ یې په ښه توګه ترسره کوي. دا موږ اشرف المخلوقات یو چې په ټول ځواک سره مو د چاپېریال د نابودۍ لپاره ملا تړلې او له طبیعت سره مو دوښمني را اخستې ده. راځئ له ځمکې سره مینه وکړو او په ساتنه کې یې هڅې وکړو ترڅو له یوې خوا مو خپله دیني او جداني دنده ترسره شي او له بلې خوا به مو د نورو حیواناتو ژوند ته درناوی کړی وي.

395 total views, 1 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this:
/* ]]> */