لوبې

نړیوال جام: هندوستان د لومړۍ ماتې مزه وڅکله

د نړیوال جام په ۳۸مه لوبه کې هندوستان له انګلستان د ۳۱منډو په توپیر ماتې وخوړه.

په پرونۍ لوبه کې پچه انګلستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۷ منډې وکړې او هندوستان ته یې د ۳۳۸ منډو هدف کېښود.

جاني برېستو ۱۱۱، بین سټوکس ۷۹، جوسن رای ۶۶، جیو رووټ ۴۴ او جاس بټلر ۲۰ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د هندوستان په توپ اچوونکو کې مسلمان لوبغاړي محمد شامي ۵، کولدیپ یادوف ۱ او جاسپرېټ بومرا هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

د هندوستان د توپ وهوونکو پیل ښه نه و او لوکېش راهول یې په صفر وسوځېده، خو روهېت شرما او ویرات کوهلي اوږده ملګرتیا وکړه، چې روهېت شرما ۱۰۲، کوهلي ۶۶، هارډیک پانډیا ۴۴، دوڼي ۴۲ ناسوځېدلې او ریشب پانټ ۳۲ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

هندوستان د ۵ ویکټو په زیان ۳۰۶ منډې جوړې کړې  او انګلستان ترې د ۳۱منډو په توپیر لوبه وګټله.

د انګلستان په توپ اچوونکو کې پلنکیټ ۳ او ووکس ۲ هندوستاني لوبغاړي وسوځول.

د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی جاني برېستو و، چې ۱۱۱منډې یې جوړې کړې وې.

هندوستان په روان نړیوال جام ۷ لوبې کړي، پنځه یې ګټلي او یوه یې مساوي شوې ده، خو انګلستان په اتو لوبو کې پنځه وګټلې او درې یې بایللي دي.

نن د نړیوال جام په ۳۹مه لوبه کې سرېلانکا او ویسټ انډیز سره لوبه لري.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */