ټولنیزي لیکنې

د اسلامي حکومت د تاريخ يوه پاڼه

ډاکټر يوسف اکبري

اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضی الله عنه د علي رضی الله عنه زوم و، ام كلثوم بنت علي بن ابي طالب رضی الله عنها د هغه ښځه وه؛ عمر رضی الله عنه به چې کله هم هغې ته غږ کاوه، نو ورته ويل به يې: (يا ابنة الاكرمين!) (ای د عزتمندو خلکو لورې!) د هغې به يې ډېر عزت کاوه.

د عمر رضی الله عنه دا معمول و چې  د خپل رعيت د احوال د اخيستلو لپاره به د شپې د مدينې منورې په کوڅو او څنډو کې تر ليرې لیرې پورې ګرځېده چې څوک خو به کومه ستونزه نه لري چې مرسته ورسره وکړي؟.

يوه شپه په همدې نيت روان شو، چې ګوري په يو ځای کې يې يوه خېمه وليده چې له دې نه مخکې يې نه وه ليدلې؛ خېمې ته ورنږدې شو چې په احوال يې وپوهېږي، له خېمې نه يې زګېروی واورېد؛ نور هم په اندېښنې کې شو؛ ورغږ يې کړ، يو سړی له خېمې نه راووت؛ عمر رضی الله عنه ترې وپوښتل چې ته څوک يې؟

هغه وويل: زه د يوې لرې دښتې کوچی يم، بې وزلۍ  دې ته اړ کړم چې زه او زما ښځه دلته راشو، ما اورېدلي دي چې عمر له خلکو سره مرستې کوي او د خپل رعيت خيال ساتي، نو ما ويل چې له مونږ سره به هم مرسته وکړي.

عمر رضی الله عنه ورته وويل: دا په خېمه کې زګېروی د چا دی؟ دا ولې؟

کوچي وويل: دا زما ښځه ده، د زېږون له درده کړېږي.

عمر رضی الله عنه ورته وويل: آيا داسې څوک درسره شته چې ستا ښځې ته پاملرنه وکړي او په زېږون کې ورسره مرسته وکړي؟

هغه وويل: نه يواځې زه او زما ښځه ده، نور هيڅوک نشته.

عمر رضی الله عنه ورته وويل: آيا خواړه درسره شته چې دې ښځې ته يې ورکړې؟

هغه وويل: نه. عمر رضی الله عنه ورته وويل: انتظار وکړه؛ زه به خواړه هم درته راوړم او داسې څوک به هم راولم چې ستا له ښځې سره په زېږون کې مرسته وکړي.

عمر رضی الله عنه خپل کورته لاړ، خپلې ښځې (ام کلثوم بنت علي) رضی الله عنهما ته يې ورغږ کړ:(ياابنة الاکرمين!) آيا داسې يو د خير کار کوې چې الله تعالی درته رالېږلی دی؟

هغې وويل: کوم کار؟. هغه ورته وويل: د مدينې په يوې څنډې کې يوه بې وزلې او محتاجه ښځه ده، د زېږون له درده کړېږي. هغې ورته وويل: آيا غواړې چې زه پخپله ورسره مرسته وکړم؟

هغه ورته وويل: ای د عزتمندو لورې! راپاڅه او هغه ټول سامان تيار کړه چې په زېږون کې ورته اړتيا وي.

عمر رضی الله عنه خپله هم پاڅېد، خواړه او د پخولو سامان يې راواخيست، په خپل سر يې کېښود او دواړه روان شول؛ خېمې ته ورسېدل، ام کلثوم رضی الله عنها خېمې ته ورننوته چې له ښځې سره مرسته وکړي او عمر رضی الله عنه له کوچي سره له خېمې نه د باندې پاتې شو چې خواړه ورته تيار کړي.

لږه شېبه وروسته ام کلثوم له خېمې نه راغږ کړ: ای اميرالمؤمنينه! سړی خبر کړه چې الله تعالی په زوی ورکولو ونازاوه او ښځه يې هم ښه ده.

کله چې کوچي واورېدل: (يا اميرالمؤمنين!)؛ د شا لور ته وروسته او ډېر حيران شو. تر دې وخته کوچی خبر نه و چې دا خپله اميرالمؤمنين عمربن الخطاب رض الله عنه دی.

عمر رضی الله عنه وخندل او ورته ويې ويل: رانږدې شه ، رانږدې شه، هو زه عمربن الخطاب يم او دا ښځه چې ستا له ښځې سره يې مرسته وکړه، دا زما ښځه او د علي بن ابي طالب لور ده.

کوچی په ژړا شو او ويې ويل: د پېغمبر د کورنۍ ښځه زما له ښځې سره مرسته کوي او اميرالمؤمنين ما او زما ښځې ته خواړه پخوي؟!!!.

عمر رضی الله عنه ورته وويل: دا واخله او تر څو چې دلته له مونږ سره يې؛ ستا نفقه به درته زه راوړم.

دا هغه اخلاق ، د عدل، پاملرنې، خوشحالۍ، سوکالۍ او خواخوږۍ نظام ، مسئوليت او حکومت دی چې عمر رضی الله عنه له پېغمبر صلی الله عليه وسلم نه زده کړی و او اسلام يې له مونږ نه غواړي.

د اسلام د حکومت نظام يواځې وهل ډبول…… نه دي، بلکې د اسلام حکومت خلکوته هر عدل، هره خوشحالي، هره ترقي او هر حق د کور تر وره وړيا او بې کړاوه ور رسوي؛ خو افسوس چې اوس په ټولې نړۍ کې نشته او تر ټولو زيات يې هغو مدعيانو بدنام کړی دی چې د اسلام په نوم د خلکو په لاسونو کې لوبېږي.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: