لوبې

د هندوستان ماتې د پاکستان پښې ولړزولې

هندوستان د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې خپله اوومه لوبه د انگلینډ په وړاندې ترسره کړه او دغې لوبې کې يي د ۳۱ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې پچه انگلینډ وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اووه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پیاوړې توپ وهنې پر مټ ۳۳۷ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يي د ۳۳۸ منډو هدف وټاکه.

انگلینډ لپاره بېیرسټو په ۱۰۹ توپونو د لسو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۱۱، سټوکس په ۵۴ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۹، رای په ۵۷ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۶ او روټ په ۵۴ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

هندوستان لپاره محمد شامي یو ځل بیا پیاوړې لوبه وکړه او خپل ۱۰ اورونو کې يي ۶۹ منډو ورکولو سره پنځه وېکېټې واخیستې. بومراه او کلدیپ یادف هم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې هندوستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روهېت شرما سلیزې په مرسته ۳۰۶ منډې جوړې کړې او په ۳۱ منډو يي ماتې وخوړه.

هندوستان لپاره روهېت شرما په ۱۰۹ توپونو د پنځلسو څلوریزو په مرسته ۱۰۲، وېراټ کولي په ۷۶ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۶ او هاردېک پانډیا په ۳۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول. دوني په ۳۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره هم ښه وځلېد.

انگلینډ لپاره پلنکېټ ۳ او ووکس دوه وېکېټې واخیستې.

دغه لوبه د پاکستان لپاره له دې امله مهمه وه، چې که چېرې انگلینډ ماتې خوړلې وه نو پاکستان نیمه پایلوبې ته لار مونده، خو اوس نیمه پایلوبې ته د پاکستان لار موندنه ډېره ستونزمنه شوه.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this:
/* ]]> */