لوبې

ایا رښتیا هم په محمد نبي برید شوی؟

د جون په ۲۹مه افغانستان د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د پاکستان په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغې لوبې کې يي غوره لوبې څخه وروسته د تجربې نشتوالي او د لوبډلمشر ځینو غلطو پرېکړو له امله ماتې وخوړه.

دا په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې پرلپسې اتمه ماتې وه، خو زیات شمېر مینه‌وال له دې امله چې دغه لوبه د پاکستان په وړاندې وه او افغانستان د ځینو غلطو پرېکړو له امله گټلې لوبه وبایلله له اندازې زیات خواشیني شول.

د پاکستان په وړاندې دغې ماتې څخه وروسته مختلف مینه‌وال په مختلفو بڼو خپله خواشیني څرگنده کړه او له ولسمشر څخه يي په کرېکټ بورډ او ملي لوبډلې کې د جدي بدلونونو غوښتنه وکړه.

خو یو شمېر احساساتي مینه‌وال بیا لوبغاړو ته ښکنځلې پیل کړې، له سپکاوی ډکې وېډیوگانې يي جوړې کړې او لوبغالی کې يي هم نښته وکړه.

ټولو دغو پېښو څخه وروسته، تېره ورځ یو تصویر خپرېدو سره داسې اوازه خپره شوه چې له لوبې وروسته ځینې افغانان لوبغالي ته ننوتي او په محمد نبي يي برید کړی، خو نن دغه اوازه غلطه ثابته شوه او عیني شاهدانو د دغې تصویر اصلي کیسه شریکه کړه.

د پېښې عیني شاهد وايي چې له لوبې وروسته پاکستاني مینه‌وال د خپلو لوبغاړو هڅونې لپاره لوبغالي ته ننوتل چې د هغوی په غبرگون کې یو شمېر افغان مینه‌وال هم خپلو لوبغاړو څخه ملاتړ لپاره په ورته اقدام لاس پورې کړ.

دغې گډوډۍ له امله د لوبغالي امنیتي مسؤلین هم د دغو کسانو نیولو او لوبغالی څخه بهر کولو لپاره هڅې پیل کړې چې دغه وخت کې په تصویر کې شته سپین ږیری امنیتي مسؤل له محمد نبي سره ټکر شو او هغه مهال چې نوموړی له محمد نبي يي بښنه وغوښته.

ټولنیزو رسنیو کې نشر شوی تصویر د دغې صحنې دی او عیني شاهدان وايي چې هېڅ افغان له لوبې وروسته په لوبغاړو برید او هغوی ته د زیان رسولو هڅه نه ده کړې.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this:
/* ]]> */