لوبې

د افغانستان د کرکټ ملي الف لوبډله د بنګله دېش له الف لوبډلې سره د لوبو لپاره دغه هېوا ته ولاړه

د افغانستان د كركټ ملي الف لوبډله د بنګله دېش د كركټ له ملي الف لوبډلې سره د دوو څلور ورځنيو او پنځو يو ورځنيو لوبو د ترسره كولو په هدف نن سهار دې هېواد ته لاړه.

د افغانستان د كركټ بورډ د خبرپاڼې پر بنسټ، د څلور ورځنيو لوبو لپاره په ټاكل شوې لوبډله كې عثمان غني، ابراهيم ځدراڼ، بهير شاه محبوب، ناصر جمال، افسر ځاځى، شرف الدين اشرف، قيس احمد، يمين احمدزى، دروېش رسولي، نوين الحق، ضياء الرحمن اکبر، رحمان الله ګربز او څو نور لوبغاړي شامل دي.

د يو ورځنيو لوبو لپاره بيا عثمان غني، ابراهيم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، دروېش رسولي، شاهد کمال، فضل نيازى، شرف الدين اشرف، قيس احمد، نوين الحق، سعيد شېرزاد، فريد ملک، ضياءالرحمن اکبر، منير احمد، کريم جنت، ميرويس اشرف او ناصر جمال غوره شوي دي.

د افغانستان او بنګله دېش د كركټ ملي الف لوبډلو ترمنځ د دغو لوبو لړۍ د روانې جولاى مياشتې په پنځمه نېټه پيلېږي او د همدې مياشتې تر ۲۹مې نېټې دوام كوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */