روغتیا

څېړنه: وټس اپ په روغتیا مثبت اغېز لري

اکثره خلک ټولنیزو رسنیو او د پیغامونو کاریالونو لکه وټس اپ کې ډېر وخت تېرول ښه نه گڼي، خو اوس د وټس اپ د کارونې یوه مهمه گټه ثابته شوې.

اېج هېل پوهنتون کې ترسره شوې څېړنې موندلې چې وټس اپ کې وخت تېرول د انسان په رواني روغتیا مثبت اغېز لري.

دې څېړنې کې ویل شوي چې وټس اپ کې زیات وخت تېرول کاروونکو کې د یوازېتوب احساس کموي او په ځان باور زیاتوي. وټس اپ کې کاروونکي خپلو خپلوانو او ملگرو سره اړیکه کې وي، چې له همدې امله د یوازېتوب احساس نه کوي.

دغې څېړنې کې همداراز ادعا شوې چې خلک فکر کوي چې ټولنیزو رسنیو کې وخت تېرول د انسان په روغتیا او شخصیت ناوړه اغېز لري، خو دا په هغه کچه چې خلک يي گومان کوي مضر نه دی.

څېړونکي وايي چې وټس اپ کې زیات وخت تېرول انسان کې له خپلوانو او ملگرو سره د نژدېوالي او مینې احساس زیاتوي، چې دا د انسان په رواني روغتیا د پام وړ مثبت اغېز لري.

څېړونکو همداراز وویل چې کله چې خلکو سره اړیکه پیاوړې وي، نو انسان پر ځان باور او ټولنې کې د منل کېدو مثبت فکر پیدا کوي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: