دیني لیکنې

د افغان فارغ التحصيلانو، لوستو او مسلمانو ځوانانو، تاريخي مسؤوليتونه

ګرانو ځوانانو!

د تحصيلي دورې د پای ته رسېدو په مناسبت تاسو، مسلمانو او لوستو افغان ځوانان، ته د مبارکۍ د ويلو سره سره، د لوی خدای جل جلاله له درباره درته د لازياتو برياوو غوښتونکي يو.

اوس مهال چې تاسو د خپل راتلونکي کاري ژوند په درشل ولاړ ياست، مناسبه ګڼو چې ستاسو درانه حضور ته ستاسې اړينې دندې او مسؤوليتونه په لنډه توګه وړاندې کړو:

د (۲۰۰۱ ز.) کال د سپتمبر د مياشتې د يوولسمې له پېښې وروسته د غرب ګډې پوځي جبهې ((ناټو))، امريکا او اشرباڼو يې د يو شمېر درواغجنو شعارونو، لکه: ديموکراسۍ، بيارغونې او سولې تر نامه لاندې د خپلو سټراټېژيکو، نظامي او اقتصادي موخو د پلي کولو په موخه زمونږ پر هېواد پوځي يرغل وکړ، زموږ د ولس استقلال يې په اشغال او ټول هېواد يې په يوه امريکايي مستعمره  بدل کړ.

امريکا چې په نړۍ کې د بې وزلو هېوادونو د اشغالولو او د چور او چپاول په برخه کې زوړ تجربه لرونکی هېواد بلل کېږي، د هېواد  د تسخيرولو په موخه يې د تېرو څه باندې اتلسو کلونو په موده کې د ډېرو نويو او تازه لارو چارو په کارولو سره په ټول هېواد خپله ناولې منګوله ټينګې کړه، د خپل پياوړي تبليغاتي، وسله‌وال او اقتصادي ماشين په کارولو سره يې زموږ د هېوادوالو برخليک ورځ تر بلې په سياسي، فرهنګي او اقتصادي ډګرونو کې لا زيات د ککړتيا او فساد ښکار کړ.

امريکا د يرغل له لومړۍ ورځې د يو غير متجانس مخلوط په څېر يوه بويناکه، بې بنسټه او فاسده اداره چې له معلوم‌الحاله او آزمايل شويو مزدورانو، جاسوسانو، خاينانو او لوټمارو، د کمونستي جنايتکارو  بانډونو  له خلقي او پرچمي پاتې شونو، غرب ځپلو  اجيرانو او داسې نورو جوړه وه رامنځته کړه او بيا يې د ديموکراسۍ تر نامه لاندې د جعلي او درواغجنو انتخاباتو له لارې زموږ پر مظلوم ملت وتپله. پايله يې دا شوه چې افغانستان په نړيواله او سيمه ييزه کچه د فاسدو، ناامنو او بی وزلو هېوادونو په کتار کې ودرېد.

د پوځي يرغل سره هم مهاله زمونږ په ځوان نسل کې د هر راز آزادۍ غوښتنې او استقلال لاس ته راوړنې روحيه د غربي بې بندوباره فرهنګ  تر يرغل لاندې راغله.

د دې شومې توطيې د عملي کولو لپاره دښمن  دلته په کور دننه يو شمېر هغه بې ضميره او پرديپالي خلک چې له هر راز اسلامي حس، شعور او وجدان څخه بې برخې وو په کار وګومارل.

مکار دښمن د ډالرو او د خپلې ځواکمنې ميډيا د بې لارې کوونکو پروګرامونو، زهرجنو تبليغاتو او همدارنګه د خپلو استعماري توطيو له لارې په پوره ځواک سره هڅه کوي چې د افغاني ټولنې د نااسلامي کولو په موخه ځوان افغان نسل په فکري لحاظ مسخ ، بې غيرته او د بې خبرۍ په حالت کې يې له خپلو ديني او تاريخي ارزښتونو څخه ناخبره وساتي.

د دښمن له لوري د داخلي لاسپوڅو په مرسته د افغانانو تر منځ توکميزو، ژبنيو، مذهبي او داسې نورو توپيرونو ته لمن وهل او د خلکو تر منځ د نفاق تخم شيندل د دښمن له خورا خطرناکو توطيو څخه ګڼل کېږي.

امريکا د ترهګرۍ پر ضد د جګړې تر عنوان لاندې زموږ بې ګناه خلک په ډله‌ييزه توګه وژني او د بېلابېلو بهانو په درلودلو سره غواړي په سيمه‌ييزه کچه خپل دايمي حضور ته لار هواره کړي او په دې توګه له افغانستانه د آسيا په لويه وچه کې د ځان لپاره يوه تلپاتې ځواکمنه پوځي اډه جوړه کړي. چې دې هدف ته د رسېدلو په لاره کې زموږ د خلکو پر وړاندې له هېڅ راز جنايت او خيانت څخه ډډه نه کوي.

ګرانوځوانانو!

موږ ته نه ښايي چې د دښمن په خلاف د خپلو اتلو شاه زلميانو سرښندنې له پامه وغورځوو.  د تأسف ځای دا دی چې زموږ يو شمېر هغه لوستي ځوانان چې له علمي پلوه تر  نورو يو څه زيات په خپلو ځانونو ويسا برېښي، د خپل ملت پر ضد يې د دښمن خوا نيولې ده، خو دوی بايد پر دی پوه وي، چې افغانان هغه ملت دی چې نن او پرون يې د داخلي او خارجي ظالمانو او چپاولګرو له جغ څخه د خلاصون او د خپلې ازادۍ او استقلال د لاس ته راوړلو په لاره کې يې د خپلو  اولادونو له قربانولو ډډه نه ده کړې او د تېر په څېر نن هم په پوره وياړ سره  په دې ډګر کې د عزت نوم لري.

خو په تأسف سره  بايد ووايو چې د دښمن په لومو کې ځينې لوېدلي باسواده ځوانان د دښمن له لوري د خپل اتل ملت پر ضد او د اشغالکرو په ګټه په فکري، رواني او عقيدوي جګړه کې د وسايلو په څېر استعمالېږي. دوی هم په دې لاره کې له هېڅ راز نفاق، شقاق، توکمپالنې او داسې نورو خائنانه توطيو څخه ډډه نه کوي او په خپل ټول ځواک سره هڅه کوي چې د يو شمېر شرعي نصوصو د تحريف له لارې ګوډاګي رژيم ته مشروعيت ورکړي، روان سياسي بهير د يرغلګرو په ګټه وڅرخوي او په پای کې افغانستان د تل لپاره په يوه غربي نظامي اډې واړوي، چې په دې توګه امريکايي دښمن ته د دې فرصت ورکړي چې دا هېواد د هغه د ټولو دولتي ارګانونو په لاس کې نيولو سره د خپلې يوې مستعمرې په توګه وکاروي، شتمنۍ يې لوټ او تالان کړي او له مظلومو افغانانو سره يې چې څه زړه غواړي، تر سره کړي.

درنو ځوانانو!

د هېواد اوسنی روان دردناک وضعيت ايجابوي چې ستاسو په څېر روڼ آندي بايد خپل حساس او تاريخي مسؤوليت له ياده ونه باسي. له دې امله ضروري ده، چې د ژبې او قلم په مرسته د خپل ملت لارښوونه وکړئ، د خپل مجاهد ملت ترڅنګ ودرېږئ او د يو مقتدر اسلامي نظام په تأسيس او ټينګښت کې خپل مسئووليت ادا کړئ.

قدرمنو ځوانانو!

د پردي فرهنګ راواردېدل د تېرو اتلسو کلونو د ټولو بدبختيو، ناخوالو او فسادونو ريښه بلل کېږي، چې په ډېره خطرناکه بڼه يې زموږ د ځوان نسل په ذهنونو کې خپلې سرطاني ريښې ځغلولي او د هرې ورځې په تېرېدو سره يې د ځوانانو د ټولنيز ژوند په هره برخه کې خپل زهرجن تأثيرات پرې ايښي دي. په دې ډګر کې د ښکېلاکګرو د داخلي نوکرانو او د پرديپالو فرهنګيانو له حده زياته فعاله ونډه د دې سبب شوه چې يوه برخه ځوان افغانان د بهرنيو يرغلګرو په لاس کې د  نانځکو په څېر ولوبېږي.

غيرتمنو ځوانانو!

هڅه وکړئ چې د پردي فرهنګ ځالې وپېژنئ، خپلو خلکو ته يې ورپه ګوته کړئ، د تأثير مخه يې ونيسئ او پر ځای يې اصيل اسلامي فرهنګ ترويج کړئ، ترڅو مو راتلونکی نسل په مکمله توګه د اسلامي او افغاني شخصيت سازۍ په بڼه وروزل شي.

بايد يادونه وکړو، چې  دا هم ستاسو له مسؤوليتونو او سپېڅلو دندو څخه شمېرل کېږي چې د خپلو دعوتي فعاليتونو په وسيله هغه فاصلې ختمې کړئ، کومې چې دښمن ستاسو په څېر د پوهنتونونو، ديني مدرسو او نورو تعليمي مؤسسو د ځوان نسل ترمنځ ايجاد کړې دي. همدارنګه د اسلامي نړۍ په لر او بر کې د مسلمانو ملتونو د اسيرولو په موخه چې په نړيواله کچه د اسلام د دښمنانو يو شمېر هغه ورځ تر بلې زياتېدونکې فاصلې هم بايد له منځه يوسئ چې دښمن يې په ټوله اسلامي نړۍ کې د خپلو لاسپوڅو په وسيله د ولسونو د منور قشر ترمنځ بې له دې چې د مولوي او مکتبي، روحاني او سياسي شخصيتونو تر منځ توپير مراعات کړي، ايجادوي، نو تاسو ځوانان بايد په دې ډګر کې هم خپل جدي فعاليت ترسره کړئ او خپل ايماني او وجداني مسؤوليت ادا کړئ، ترڅو د اسلام او مسلمانانو د مکار دښمن پورته ياده شوې شيطاني توطيه شنډه کړئ.

بااحساسه ځوانانو!

د خپل ولس د ټپي بدن درد احساس کړئ! او دا کوښښ وکړئ، چې دښمن ته دا فرصت په لاس ورنه شي، ترڅو د خپلو جنايتکارو سازمانونو په مرسته د ملت ترمنځ د اختلاف په رامنځته کولو سره د خپل طاغوتي واک موده اوږده کړي او په راتلونکي کې دلته خپل خطرناک او ويجاړوونکي پلانونه عملي کړي.

هغه څوک چې دې ډول اختلافاتو ته لمن وهي په بی ساری توګه يې وغندئ او رسوا يې کړئ! په خپل ټول ځواک سره هڅه وکړئ، چې د اسلام او مسلمانانو له لاسه د وتلي اسلامي برم او تاريخي وياړ د بيا را اعاده کولو په لاره کې خپل رغنده فعاليت په کار واچوئ.

په پای کې د الله رب العزت له درباره خپل ګران، ځوان، علمي او منور قشر ته د دين او وطن د خدمت په لاره کې د پوره برياوو غوښتونکي يو.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهُ

د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسيون

د عالي تحصيلاتو اداره

%d bloggers like this: