لوبې

زمبابوي له ایرلیڼد څخه ماتې وخوړه

د زمبابوي او ایرلینډ ترمنځ د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه د ایرلینډ په بریا پای ته ورسېده. زمبابوي دغې لوبې کې په څلورو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه ایرلینډ وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

زمبابوي ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د اېرواین پیاوړې توپ وهنې او سلیزې په مرسته ۲۵۴ منډې جوړې کړې.

زمبابوي لپاره اېرواین په ۱۱۷ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۱۰۵ منډې جوړولو سره پیاوې لوبه وکړه. بورل هم په ۴۲ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۹ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

ایرلینډ لپاره اډایر تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه او خپل ۱۰ اورونو کې يي ۷۳ منډو ورکولو سره ۴ وېکېټې واخیستې. گټکټ ۲ او مورټا، مک براین او سټرلېنگ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې ایرلینډ ۴۸٫۳ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بلبرني سلیزې په مرسته ۲۵۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په څلورو وېکېټو وگټله.

ایرلینډ لپاره بلبرني په ۱۱۲ توپونو د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۱ او پاول سټرلېنگ په ۷۴ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۷ منډو جوړولو سره لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه.

زمبابوي لپاره جاروېس ۲ او چېتارا ۳ وېکېټې واخیستې.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: