لوبې

د فېرنینډو سلیزه؛ سریلانکا وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د نړیوال جام په ترڅ کې سریلانکا خپله اتمه لوبه د وېسټ انډیز په وړاندې ترسره کړه او دغه لوبه يي د پیاوړې توپ وهنې پر مټ په ۲۳ منډو وگټله.

د لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فېرنینډو او پرېرا غوره توپ وهنې په مرسته ۳۳۸ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره فېرنینډو په ۱۰۳ توپونو د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۴ او پرېرا په ۵۱ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۶۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

وېسټ انډیز لپاره هولډر ۲ او کوټرېل، ټامس او اېلن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې وېسټ انډیز ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پوران پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۱۵ منډې جوړې کړې او په ۲۳ منډو يي ماتې وخوړه.

وېسټ انډیز لپاره پوران په ۱۰۳ توپونو د یولسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۱۸ او اېلن په ۳۲ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۱ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

سریلانکا لپاره ملېنگا ۳ او راجېتا، ونډرسې او متیوز یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: