نظر او تحلیل

د کابل برید او د پاکستان لوبه؛ د جنګ که سولې په طرف روان یوو؟

د افغان سولې په تړاو له هڅو زیاتیدو سره کابل پرون بیا په وینو ولړل شو.

وسله والو طالبانو غازي سټډیم ته څېرمه د هغو ځانمرګو بریدونو مسولیت ومانه، چې څو ساعته یې دوام وکړ او د تر ۵۰ زیاتو زده کوونکو په ګډون یې لسګونه نور شهیدان او ټپیان کړل.

افغان حکومت، پاکستان او نورو دا بریدونه وغندل، خو د تېرو زیاتو بریدونو برعکس دا ځل د پاکستان غندنه ونه شوه.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او سولې هڅو په درشل کې د افغانستان برخلیک کوم لور ته روان ښکاري؟

جګړه ګرمیږي؟

سوله نیږدې ده؟

که پاکستان بله لوبه لري؟

په دې لیکنه کې به د همدې مسئلو د وضاحت هڅه وشي.

جګړه که سوله؟

افغان سوله او جګړه دواړه پاکستان ته د دغه هېواد پر برخلیک د لوبې او په وسیله یې د خپلو ژورو ستراتیژیو د تعقیب دوه لویې وسیلې دي.

پاکستان د جګړې د مالکیت په شان د سولې مالکیت هم غواړي او له بده مرغه تر ډېره یې پخپل لاس کې ساتلی هم دی.

دغه هېواد ته نه جګړه او نه سوله مهمه ده؛ دواړه مسئلې د خپلو ستراتیژیو لپاره کاروي او د ضرورت پر وخت یو ته پر بل په مقطعه یي ډول زیات ارزښت ورکوي او لومړیتوب کیږي.

پر سولې لوبه

په ۲۰۱۴ کې د ولسمشر غني له واک ته رسیدو سره پاکستان هغه وغولوه، چې ګواکې اړیکې به ورسره ښې او وسله وال طالبان به ورسره سولې ته کینوي.

د غني د حکومت نیږدې یو کال تقریباً په همدې خوشباورۍ ضایع شو، پاکستان سره راشه ـ درشه ښه وه او تمه وه، چې د سولې په اړه به ژمنې عملي کړي.

هغه مهال پاکستان غني ته ډاډ ورکړ، چې د طالبانو مشرانو سره به یې خبرې مساعدې کړي، خو د وعده شوي وخت له نیږدې کیدو سره یې یو ناڅاپه د وسله والو طالبانو د مشر ملاعمر د څو کاله مخکې پټې مړینې خبر ورکړ.

له دې سره د سولې هیله مندۍ او پاکستان سره د اړیکو ښه کیدو خوشباوري ټوله په اوبو لاهو شوه.

اوس،چې بیا پاکستان افغان حکومت او سیاستوالو ته ورته هیله مندۍ ورکړي او ویلي، چې زر به یې طالب مشرانو سره مخامخ مذاکرات برابر کړي، د کابل برید د دغسې ژمنو د ماتولو لپاره لومړنی خنډ کیدای شي.

له پاکستان څخه بیا تمه دا ده، چې افغان حکومت بیا څه موده وغولوي او د سولې په نوم لوبه بلې پایلې ته بوځي.

ټاکنې او خاموشۍ

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له نیږدې کیدو سره د پاکستان ضد دریځونه بیا په افغانستان کې خاموشه شوي او ساړه شوي.

د ولسمشر غني په ګډون د هغه یو شمېر مخالف ولسمشریز نوماندان تورن دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د پاکستان د پټ ملاتړ لرلو لپاره یې د دغه هېواد خلاف خپل دریځونه نرم کړي.

نن د پاکستان ایکسپریس تربیون ورځپاڼې خو دا ادعا هم کړې، چې پاکستان ته د ښاغلي غني د سفر پر مهال دواړو لوریو په پټه د یو بل خلاف د تورونو او تبلیغاتو د بندولو هوکړه هم کړې.

د کابل د برید په غبرګون کې د پاکستان نه تورنیدل هم کیدای شي د دغې ادعا یا پټو هوکړو کومه برخه وي.

پاکستان لوبه کوي!

د پاکستان په اړه بیا ـ بیا ثابته شوې او لا به ثابته شي، چې لوبه کوي او په هیڅ ډول په افغانستان کې په اسانه له خپلو ستراتیژیکو موخو نه په شاکیږي.

کمزوری او لاسپوڅی افغانستان، پاکستان ته محتاج افغانستان، د پاکستان تابع او د نفوذ ساحه افغانستان او بالآخره په ټوله مانا د پاکستان په ولکه کې افغانستان د پاکستان ستراتیژیکې موخې دي.

افغان حکومت او مخالف سیاستوال یې که فکر کوي، چې له دغه هېواد سره په زیاته راشه ـ درشه او نرم دریځۍ به دغه هېواد د ځان یا افغانستان په ګټه بدل کړي، تېروتي به وي.

له پاکستان څخه دقیق شناخت ښيي، چې دا هېواد په منافقت، دوه مخۍ، غولونه او هر ډول ناروا سیاسي لوبو کې نوم لري.

زموږ سیاستوالو او حکومت ته لازمه ده، چې د دغه دښمن پر وړاندې یو لاس وي، ګډ او واضح دریځونه ولري، نه چې سره جلا ـ جلا ورته مات او تسلیم شي!

سرچینه: یاران ټکی کام

%d bloggers like this: