روغتیا

په افغانستان کې ۲۰۷ بچه بازان په اېډز ناروغۍ اخته شوي

د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، په تېرو څلورو كلونو څه باندې ۲۰۰ هغه كسان، چې پر بچه بازۍ بوخت وو، په اېډز ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې كولو مرستيال فدا محمد پيكان نن په كابل كې د نشه يي توكو په ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وويل، په دې موده كې په پنځو ولايتونو كې ۲۰۷ كسان، چې بچه بازي يې كوله، په اېډز ناروغۍ اخته شول.

د ده په خبره، دا كسان په مستقيم يا غيرې مستقيم ډول نور وګړي هم په يادې ناروغۍ مبتلا كوي.

بچه بازي هغه پديده ده، چې په كې ماشومانو او تنكيو ځوانانو ته ښځينه لباس ور اغوستل کېږي او په ودونو يا نورو مراسمو كې ګډول كېږي.

په ډېرى مواردو كې له دغو ماشومانو او تنكيو ځوانانو خلك جنسي استفاده هم كوي.

%d bloggers like this: