دیني لیکنې

دځینوعواموخلکو ځيني غلط الفاظ!

 

الاستفتاء : –  له ډیروعواموخلګوڅخه داکلمات اوریدلی کیږي :چې پلانی نیکه رارسیږه ،یاپیره رارسیږه ،یامړوکومک مورارسیږه اوداسي نور…نوآیاداډول استمداد غوښتل یاداډول کلمات استعمالول جائزدي اوکه نه ؟  انور

الجواب حامدا ومصلیاوبعد   :ددغه الفاظو ویل که په دي معني وي چې دغه پیر یاصاحب القبر یاولي  دنفع اوضررمالک دی  نوبیاندا اواواز ورته کوي اومددځیني غواړي نوپه دي کې شک نشته چې دایوناروا اودشرک عمل دی .

اوکه یې عقیده داسي وي چې دغه صاحب الزیارة  یاصاحب القبر دخیراوشر مالک نه دی اونه متصرف في الاموردی بلکه  دخیراوشرمالک الله تعالی دی اویواځې الله تعالی متصرف فی الاموردی نوبیاپه دي کې شک نشته چې ددي تن عقیده صحیح ده لکن بیاهم دداډول کلماتواستعمال ځکه جائز نه دی  چې دادلمړي مفهوم  په  احتواکې بي خي صریح دي اودصریح سره تاویل اونیة کارنه لري  .

البته دابیله خبره ده چې  یونیک بنده یایوبزرګ صاحب القبریاشهیدالله تعالی ته وسیله ګرزول دا حنافواودجمهوروعلماوپه نزدجائزده ، یعني چې سوال دالله تعالی څخه وي  اوشهیدیاولي اوصاحب القبرورته وسیله ګرزوي ،

………………………………………………………………………..

کمایقول :واعلم ان النذرالذي یقع للاموات من اکثرالعوام ومایؤخذمن الدراهم والشمع والزیت ونحوها الی ضرائح الاولیاء الکرام تقرباالیهم فهوبالاجماع باطل وحرام ……. وفي ردالمحتارتحته قوله تقرباالیهم الخ کان یقول یاسیدی فلان ان ردغائبي اوعوفي مریضي ،اوقضت حاجتي فلک من الذهب والفضة اومن الطعام اوالزیت ، قوله باطل حرام لانه نذرللمخلوق وهولایجوز  لانه عبادة والعبادة لاتکون للمخلوق ،ومنهاان المنذورله میت والمیت لایملک ، ومنها انه  ظن ان المیت تتصرف في الاموردون الله تعالی واعتقاده ذلک کفر،الدرالمختاروردالمحتار ۲۱۲۸

وفي حجة الله البالغة۴۱۱ومنها انهم کانوا یستعینون بغیرالله في حوائجهم من شفاء المریض وغناء الفقیروینذرون لهم ویتوقعون انجاح مقاصدهم بتلک النذور ویتلون اسمائهم رجاء برکتها فاوجب الله تعالی علیهم ان یقولوا في صلوتهم ایاک نعبدوایاک نستعین الخ

وفي ردالمحتار ۶۳۹۵وطبع جدید۹۶۵ووجه الاندفاع ان مجردایهام المعنی المحال کاف في المنع عن التلفظ بهذالکلام  وان احتمل معنی صحیحا .

وفي کفایة المفتي ۹۲۶یامحی الدین شیئالله ویل واضح شرک ده اوناجائزدی .

والله تعالی اعلم

%d bloggers like this: