ټولنیزي لیکنې

په ځوانۍ کې د شتمنیدو هيلې او ورته د رسېدو ۱۰ عملي لارې

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

پیسې او شتمني نن د هر انسان د ژوند یو مهم ضرورت ګرځېدلی دئ. نن ورځ که ځوان دئ که بوډا، که نر دئ که ښځه ټول په دې لټه کي دي چي څنګه خپل مالي ضرورتونه پوره کړي، او د لا ډېر شتمن کېدو خوبونه ئې په رښتيا بدل سي. پخوا یو باور دا وو چي شتمن کېدل يا ميلیونر کېدل به یوازي تر منځ عمرو نارينه وو او ښځينه وو پوري محدودېدل. خو نن ورځ وینو چي ځوان میلیونران او ځواني ميلیونراني هم کمي نه دي. او کېدای سي چي ددې هرڅه نسبت د ننني عصر ټکنالوژیکي تغیراتو او تحولاتو ته وکړو.

نن ورځ چي انټرنیټ زموږ تر جېبونو را رسېدلی دئ او په زرهاوو خلکو هم اوس دا واقعیت منلی دئ چي ژوند به د نوو شیانو په زده کولو مصرفوي، او په دې کار خوشحاله هم دي. دا حقیقت دئ چي د نوري نړۍ ځوانان او ځواناني نوي څیزونه زده کوي او د خپل بريالیتوب مسیر پخپله ټاکي. چي دا د مخکینیو نسلونو په پرتله د هغوی د برترۍ ريښه ده؛ اوس پوښتنه دا ده چي هغوی څنګه توانېدلي دي چي ځانونه د شتمنۍ تر دې بريده ورسوي؟

بېلابېلي لاري سته، چي عبارت دي له:

۱ـ اړیکي ورسره مرسته کوي:

له دې سپارښتني منفي اخذ مه کوئ. زما هدف دا نه دئ چي يوازي له شتمنو کسانو سره راشه درشه وکړئ، پر ځای ئې، تاسي بايد د هغو کسانو سره اړيکي جوړي کړئ چي ستاسي د سفر ملګری او تاسي ته ورته اهداف ولري. کوم اهداف چي په ګډه تعقيبېږي د هغو په پرتله چي په یوازي سر تعقیبېږي، د ور رسېدو چانس ئې زيات دئ.

دې هدف ته د رسېدو په خاطر بېخي ډېري لاري سته، چي يوه ئې له خواله یا ټولنیز رسنيو استفاده کول دي؛ خو تاسي باید دا کار په خپلي واقعي نړۍ کي هم وکړئ. د اړيکو هیڅ پُل مه نړوئ او د خپلو همصنفيانو سره ښې او تلپاتي اړیکي ولرئ. له خپلو پخوانیو او اوسنيو هکارانو، د تجارت شريکانو، او… سره د اړيکو پرېکولو کوشش مه کوئ. حتی که په هغه خاص وخت کي يوه اړیکه درته بې ربطه معلومه سي، خو تاسي څه پوهېږئ چي د لاري تر پایه به څه پېښ سي؟ له راتلونکي خو يو الله ج خبر دئ.

۲ـ د خپلي پُر مصرفه غريزې سره جنګېږي:

زموږ والدين په مصرف او خرڅ و خراجات کي را غټان سول او کرار کرار ئې مصرف ګرايي عادت جوړ سو. خو زموږ اوسنی نسل د دوئ سره لږ فرق لري. موږ په يوه داسي ټولنه کي را لويان سولو چي مشرانو مو پُر مصرفه ژوند کړی وو او زموږ ځوان نسل ورڅخه دا زدکړه ونه کړه چي څنګه د دې غریزې سره وجنګېږي. زموږ اوسنی نسل بېخي ژر د تبليغاتو او اعلاناتو تر تاثیر لاندي راځي او که پر يادي غلبې باندي د غالبه کېدو حاکمیت ونه لري؛ ډېر ژر خپه کېږي. شتمن کسان هغه شيان رانیسي چي دوئ نور پسي شتمن کړي خو د مسکين اولاد بيا هغه شيان رانیسي چي شتمن کسان غني کوي؛ یعني د هغوی پېښې کوي. همدا پر تاسي باندي د پُر مصرفه غریزې د غلبې له پار بس دي.

۳ـ د پانګي اچوني له پاره سپما کوي:

کېدای سي تاسي به هم له ډېر وخته يوه پر بله ایږدئ او د سپما له پاره بې ټولوئ. خو دا کار خورا زیات وخت ته اړتيا لري او هم کېدای سي چي ستاسي د کاري ودي خنډ وګرځي. که له يوې خوا څخه د ځوانانو له پاره د کِسب او کار پیداکول ستونزمن وي، خو لا هم داسي کارونه سته چي تاسې په خپل کور کي کولای سئ او هم کېدای سي چي ستاسي د کار د شروع له پاره لاسته راوړنه وي. سپما که ډېر وخت هم نیسي، خو د پانګوني له پاره خورا يوه بامفهومه لاره ده. تاسي بايد د خپلو پیسو زياتولو له پاره هغوی په کار بندي کړئ.

۴ـ هغوی د خپل کِسب او کار په انتخاب کي دقیق دي:

راسئ څرګند اوسو. د کار انتخابول د خبرو له لاري خورا آسانه ایسي. موږ اکثره چي کله هم د يوه ښه کار په لټه کي يو تر ډېره مو خپلي دنننۍ هيلي په نظر کي نيولي وي، څېړنه کوو او د خلکو له سلا مشورو څخه ګټه اخلو چي بالاخره خپلي وروستنۍ پرېکړه وکړو. زموږ دا اوږد ځنځیر يوازي زموږ د کارونو د پېچلي کولو سبب کېږي؛ خو اوسنی نسل پوهېږي چي څنګه پیسې او تمایل دواړه ولري؛ چي سم تحقیق وکړل سي او پر ګنګوسو يا تبليغاتو تکیه ونه کړل سي.

نن ورځ د نړۍ له اوسني اقتصاده خبرېدل او ځانونه ورڅخه خبرول خورا آسانه دي. موږ له بېلابېلو وړيا سرچينو څخه د نړۍ له اوسني اقتصاده خبرېدای سو؛ هرکله چي د يوه کار په لټه کي ياست، هغومره به هوسا ياست. مطمئین اوسئ چي د داسي څیزونو له مخي خپلي پرېکړي وکړئ چي تاسې پر واقعیت باندي باور لرئ او که منسجم و منظم پروګرام نه لری، مه پرېږدئ چي احساسات درباندي غالبه سي.

۵ـ له تجربه کارو پوښتني کوي:

داسي کسان ول چي په ځوانۍ کې د شتمن کېدو خوبونه ليدل او حتی ډېری کسان اوس هم سته چي ميليونران دي. د واټس اپ (Whatsapp) کمپنۍ د مشر کيسه به تاسو ټولو اورېدلې وي؛ ځکه چي د هغه د ټولنيزي شبکې خورا ښه هرکلی وسو. د ده په رقم کسانو په اړه پلټنه وکړئ. دا معلومه کړئ چي هغوی څنګه اوسنيو ښو مقامونو ته رسېدلي دي. د خپلو اهدافو تعقیبولو له پاره ئې کومي لاري تعقیب کړي او برياليتوب ته رسېدلي دي. الهام او خلاقيت دوه داسي متحدين دي، چي کولای سئ په خپل کاري محیط کې ولرئ او هرکله چي له ستونزي سره مخامخېږئ، د انګېزې په درکولو کي درسره مرسته کوي.

۶ـ اهداف د پرمختګ لاري ور ښيي:

دا خورا آسانه ده چي د منزله تر پایه مو فکر واوړي او له خپلو اهدافو مخ واړوئ. سربېره پر دې، هره ورځ پر دې فکر کول چي: څنګه ميليونر سم، دا هدف نه دئ. بلکي دا تر ډېره يوازي ستاسي هيله او ارزو ده. تاسي بايد له ژونده خپل اهداف مشخص کړئ. وروسته هغو ته د ور رسېدو له پاره باید پلان او پروګرام ولرئ. لا هم په ژوند کي يوازي د انګېزې پر رامنځ ته کېدو باندي تکيه کول بسنه نه کوي. د پروګرام او پلان جوړولو پر مهال، له خپلو لنډمهالو اهدافو له دننني څخه انګېزه واخلئ څو له خپل مسيره وا نه وړئ؛ خو همېشه خپل وروستنی هدف په ذهن کي ولرئ.

۷ـ پوهېږي چي ویب (Web) سره زر دي:

باور لرم چي د ننني عصر ډېری ځوانان پر دې پوهېږي چي ویب څومره مهم دئ او لا هم مخ پر وده دئ. مهمه نه ده چي ستاسي اصلي ځای چېري دئ، کاري اهداف مو څومره دي، ویب کولای سي چي په ځینو برخو کي ستاسي مرسته وکړي. له دې هم سترګي نه پټېږي چي څو محدود موارد به وي، چي هلته ویب کومه خاصه فایده نه لري. خو که په دې جنجال کي لاره پیدا کړئ؛ برياليتوب ستاسي دئ. د اړیکو جوړولو، مارکېټینګ، تجارتي فرصتونو، پانګي اچوني، د مارکېټ عرضوني، رقابتي تحقیاتو او بل هرڅه له پاره چي تاسې فکر کوئ، کولای سئ یوه لاره پیدا کړئ چي پر لیکه ( آنلاین) ډول اجراء کېږي.

۸ـ حرکت کوي:

که يوه پر بله نه اړوئ او لاس تر زني ناست ياست، شی په لاس نه درځي. یو د راتلونکي په اړه فکر کول دي، بل خپلو مشخصو اهدافو ته د رسېدو له پاره کوښښونه کول دي. که د ځوانو ميليونرانو د وخت مديریت په اړه پوه سئ، وبه ګورئ چي هغوی په ورځ کي له ۱۰-۱۲ ساعتو پوري کار کوي او ښه په شوق ئې کوي. خپله ځواني ثابته کړئ او د پرمختګ لوړو پوړو ته ځانونه ورسوئ.

۹ـ پر خپله ځواني تکيه کوي او د پرمختګ په لاره کې مصرفوي:

سمه ده چي پخواني او د پاخه عمر تجاران به تاسي ځوانان نه مني او همېشه به درباندي نيوکي کوي، خو تاسي مه پرېږدئ چي د دوئ دا کار تاسي ناهيلي کړي. که هغوی ستاسي په پرتله زياته تجربه لري، تاسي له نوي نړۍ د نظم څخه تر هغو ښه درک لرئ او علاوه پر دې تاسي کولای سئ چي په ورځ کي ۱۵ ساعتونه کار وکړئ. په ۲۴ ساعتو کي له ۵-۶ ساعتو پوري خوب ستاسي له پاره بس دئ. تاسي بايد پوه سئ چي په ځینو کارونو کي تاسي ځوانان تر پخوانيو او پاخه عمرو کسانو ښه وړتيا لرئ؛ چي یو ئې په تاسو کي په توافق کولو کي زيات ابتکار دئ. پر خپلي ځوانۍ تکيه وکړئ چي د دوئ له تجربو ئې زده کړئ، د کاروبار په اړه نوي نظريات حاصل کړئ او له خپل کِسب و کاره ښه درک ولرئ او مه پرېږدئ چي په زړه کي د هغوی له نيوکو ووېرېږئ.

۱۰ـ هغوی پوهېږي چي وېره ئې دښمن دئ

که دقيق و نه اوسئ ځیني شيان دي چي ستاسي د شتمن کېدو فرصت سوځوي چي يو له داسي څیزونو وېره ده. په موږ کي یوه ډېره بده خو خورا عادي اصطلاح دا ده چي وايو: لا مي ځواني ده. او زموږ د ناکامۍ او نه حرکت له پاره تر ټولو بدترین مورد دئ. ځوان اوسېدل په دې معنا نه دي چي تاسي نو نه سئ کولای چي عالی کِسب او کار ولرئ. زما د خبري د ثبوت له پاره پر خپلي شاوخوا وګورئ چي ستاسي څومره همزولو ځانونه شتمن کړي دي.

ځان ته په درنه سترګه وګورئ او جدی سئ. له تاسي پرته بل څوک دا کار نه کوي. له وېري څخه مو د هوښيارۍ د علامې په توګه کار واخلئ خو د خپلي نامعقولي وېرې په سبب له ډېرو طلايي فرصتونو څخه ځانونه مه محرومه کوئ. په ځوانۍ کي ځواک وي. هیڅکله ځانو ته داسي باور مه ورکوئ چي اهدافو ته د رسېدو له پاره انرژي نه لرئ.

بريالي اوسئ او انګېزه مو ورځ تر بلي زیاته سه!

 

سرچینه: یاران

Tags
%d bloggers like this: