نړۍ

ایران ته د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو خبرداری

د نړۍ یو شمېر هغو ځواکمنو هېوادونو چې ایران سره یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اټومي تړون لاسلیک کړی، پر تهران غږ کړی دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي تړون ته باید ژمن پاتې شي. دا غوښتنه وروسته تر هغه مطرح کېږي چې ایران دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د غني شویو یورانیمو اندازه یې تر ټاکلې کچې اوښتې ده. د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ډیپلوماټان وایي، یوازې په هغه صورت کې به دې تړون ته ژمن پاتې شي چې ایران هم د تړون ټولې ژمنې پر ځای کړي. د فرانسې، بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي، د ایران له خوا په دې تړون کې د ځینو ژمنو ماتېدل دا تړون کمزوری کوي او که یاد هېواد دې کار ته ادامه ورکړي نو دوی به هم شوي تړون ته ژمن پاتې نه شي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: