نړۍ

لندن: د شارجې د باچا زوی په خپل کور کې مړ موندل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د متحده عربي اماراتو د شارجه امارت د باچا زوی خالد القاسمي لندن کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

د انګلستان د رسنيو د راپورونو له مخې د شارجه د باچا شيخ سلطان بن محمد القاسمي دوهم زوی او د شارجه وليعهد شهزاده خالد القاسمي د لندن په يوې مهمه او خوندي سيمه نايټ برجس کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

د انګلستان پوليسو ويلي دي چې شهزاده قاسمي چې د جامو ډيزاينر و د زياتو نشه يي توکو د استعمال له امله مړ شوی دی.

د ۳۹ کلن قاسمي کورنۍ هم د هغه مړینه تاييد کړې ده او د خواله رسنيو له لوري يې اعلان کړې ده چې د مود، فيشن او ډيزان ستر فيلسوف او هنرمند يې له لاسه ورکړی دی.

د خالد قاسمي د مړينې وروسته د شارجه په ښار کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د شارجه د باچا مشر زوی هم په ۱۹۹۹ ميلادي کال کې د نشه يي توکو د زیات استعمال له امله په ۲۴ کلنۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: لندن: د شارجې د باچا زوی په خپل کور کې مړ موندل شوی

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: