نړۍ

لیبيا: په هوايي برید کې ۴۰ کډوال وژل شوي ۸۰ نور ټپيان دي

لیبیا

ليبيا کې د ناقانونه کډوالو پر پنډغالي هوايي برید کې  لږ تر لږه څلوېښت تنه وژل شوي او شاوخوا اتيا تنه نور ټپيان دي.

د ليبيا چارواکي وايي، د پلازمېنې طرابلس په ختيځ کې د ناقانونه کډوالو پر پنډغالي هوايي برید کې څلوېښت تنه وژل شوي، اتيا نور ټپيان دي او له برید وروسته په پنډغالي کې ګډوډي او ترهه خپره شوه.

د چارواکو په وينا په دغو کډوالو کې ډېري يې د افريقايي هېوادونو دي، چې د ليبيا له لارې اروپا ته د تلو په هوډ راوتلي وو.

په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني ولسمشر معمر القذافي د نظام له نسکورېدو وروسته په ليبیا کې ګډوډي او تاوتريخوالی روان دی او دغه هېواد تر ډېره له ګډوډۍ سره مخ دی.

د ليبيا د بيړنيو مرستو ادارې وياند اسامه علي فرانسوي رسنيو ته ويلي، چې د ناقانونه کډوالو په دې پنډغالي کې ۱۲۰ کسان وو.

اسامه علي وايي، د هوايي برید له امله د کډوالو د مرګ ژوبلې د زياتېدو اندېښنه شته.

ملګرو ملتونو د دغه بريد پړه د ليبيا پر لومړي وزير فياض السيره اچولې، خو د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې ويناپاڼه کې د ناقانونه کډوالو پر پنډغالي شوی برید جنګي جرم بلل شوی دی.

%d bloggers like this: