روغتیا

څېړنه: ورځ کې دوې څخه زیاتې هگۍ خوړل وژونکي ثابتېدای شي

د هگۍ مینه‌والو ته خبرداری! نوې څېړنې ثابته کړې چې په ورځني ډول له دوو څخه زیاتې هگۍ خوړل د زړه ناروغیو پیدا کولو لامل او وژونکي ثابتېدی شي او له وخت وړاندې مرگ خطر زیاتوي.

څېړنه:

امرېکن مېډېکل اسوسیشن (American Medical چAssociation) څېړنیزې مجلې کې خپره شوې دغې څېړنې لپاره امریکا کې د ۳۰۰۰۰ کسانو روغتیا، خواړه او د ژوند کولو کړنلاره د ۳۱ کلونو لپاره تر څېړنې لاندې نیول شوې وه.

د څېړنې پایله کې ویل شوې چې هگیو کې شته مضر غوړ (کولېسټرول) انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي.

امریکا کې د ماسوچوسېټ لوېل پوهنتون پروفېسره کترین ټکر دغې څېړنې پایله کې ویلي چې د ورځې یوه یا دوې هگۍ خوړل د انسان روغتیا کې مثبت رول لوبوي، خو له دې زیاته اندازه يي بدن کې د کولېسټرول کچې لوړولو سره د زړه د مختلفو ناروغیو لامل گرځي.

د امریکا متحده ایالاتو د کرهڼې څانگې په وینا یوه ستره هگۍ ۲۰۰ ملي گرامه کولېسټرول لري، چې د اندازې له نظره ۸ – اونسه کباب کې شته کولېسټرول سره مساوي ده.

په ورځني ډول له ۳۰۰ ملي گرامه څخه زیات کولېسترول لرونکي خواړه خوړل د زړه د ناروغیو خطره ٪۱۷ او له وخت وړاندې د مړینې خطر ٪۱۸ زیاتوي.

مېرمن کترین ټکر همداراز وویل: «په اوونۍ کې څو هگۍ خوړل مناسب او گټور دی، خو په ورځني ډول د درې هگیو خوړلو څخه باید ډډه وشي. خوړو کې تعادل ډېر زیات اړین دی او انسان له مختلفو ناروغیو ژغورلی شي.»

%d bloggers like this:
/* ]]> */