لوبې

امبټي رایډو له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

لیکنه: عبدالله عادل

د هند کرکټ ملي لوبډلي مېډل ارډر توپ وهونکي امبټي رايډو نړیوال جام ته د هند ملي لوبډلي له نوملړ څخه تر پاته کېدو دوې میاشتي وروسته د نړیوال کرکټ له ټولو فارمټونو څخه استعفا اعلان کړه.

۳۳ کلن رایډو خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۳ کال کي د هند په ګټه د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلي خلاف ترسره کړې وه او تر دا مهال یې د هند لپاره په ۵۵ یو ورځنیو لوبو کي د ۴۷ ایورېج په مټ ۱۶۹۴ منډي جوړي کړي وې.

رایډو د تیر کال په نومبر میاشت کي له فرسټ کلاس لوبو سره هم مخه ښه کړې وه چي لامل یې پر یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو تمرکز ښودلی وو.

د ۲۰۱۸ کال ای پي ایل سېالیو کي تر ښه ځلېدو وروسته چي د خپلي لوبډلي چینای سوپرکینګز تر ټولو ډيري منډي جوړونکی لوبغاړی هم وو هغه هڅه کول تر څو د هند په ملي لوبډله کي پر څلورم مقام ځانته ځای جوړ کړي ولي هغه د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د هند په لوبډله کي انتخاب نسو او ځای یې ویجې شنکر خپل کړ ،چي هغه مهال د هند سلیکشن کمېټې غړو د شنکر انتخاب  لامل د هغه درې اړخیزه (توپ وهني ، توپ اچوني او ډګرساتني) قابلیت ښودلی وو.

رایډو نړیوال جام ته حتی د هند لپاره په پنځو احتاطي لوبغاړو کي هم غوره نسو او کله چي ویجې شنکر له نړیوال جام څخه بهر سو پر ځای یې ماینک اګروال د لوبډلي برخه وګرځېد.

همدا راز کله چي د هند لوبډلي پیلیز توپ وهونکی شیکر دهون خوږ او د نړیوال جام څخه بهر سو هلته هم رایډو ته د غوراوي کمېټې پام ونکړ او پر ځای یې ریشب پنت لوبډلي ته غوره کړ.

رایډو د هند کرکټ بورډ (BCCi) ته په استول سوي ایمیل کي لیکلي:

”ما پرېکړه کړې چي د ورزش څخه لیري سم او د کرکټ له ټولو فارمټونو له لوبو څخه استعفا وکړم. “

”همدارنګه زه غواړم چي له ممبی اینډینز او چینای سوپرکینګز څخه د دوی د همکارۍ له امله مننه وکړم. “

په ۲۰۰۲ کال کي کله چي رایډو ۱۶کلن وو د انګلنډ د ۱۹ کلنو لوبډلي خلاف یې ۱۷۷ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې چي په خپلي دا توپ وهني سره یې ټول حیران کړل.

داسي ویل کیږي د روان ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو تر نړیوال جام وروسته به ځني مشهور لوبغاړي له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this: