نړۍ

د شيخ يوسف القرضاوي لور د مصري استخباراتو له زندانه ازاده شوه

قرضاوي او لور یې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲چنګاښ ۱۳۹۸ل): د مصر امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د شيخ يوسف القرضاوي لور «علا» له دوه کاله زندان وروسته نن د استخباراتو له زندانه ازاده شوه.

د شيخ قرضاوي لور «علا» او خاوند يې «حسام» دوه کاله مخکې د اخوان المسلمين ګوند د غړيتوب په تور نيول شوي وو، چې لور يې نن خوشې شوه، خو د هغې خاوند لا هم په زندان کې دی.

د مصر حکومت اخوان المسلمين ګوند د ترهګرو ډلو په لېست شامل کړی دی.

د مصر حکومت د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران له امنيتي ځواکونو سره د ټکر، نښتو او نورو تورونو له امله په زندان کې اچولي او د دغه ګوند رهبري مشر او پخوانی ولسمشر محمد مرسي هم له شپږ کاله زندان وروسته تېره مياشت په محکمه کې وفات شو.

د شيخ قرضاوي زوی عبدالرحمن يوسف هم په خپله فيسبوک پاڼه له زندانه د خپلې خور د خلاصېدو خبر تاييد کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د اخوان المسلمين روحاني مشر ۹۰ کلن شيخ يوسف القرضاوي د پخواني ديکتاتور ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ پر مهال له مصر څخه تبعيد شوی او په قطر کې ژوند کوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د شيخ يوسف القرضاوي لور د مصري استخباراتو له زندانه ازاده شوه

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: