نظر او تحلیل

آیا د موازي ادارو جوړښت سوله تعریفولای شي؟

استاد دلاور خان سېلاب

وايي کله چې د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت له مقامه د صادر شویو احکامو په لړ کې ، د فارسي امپراطورۍ د فتحې فعالیتونو زور واخیست ، نو د یادې امپراطوۍ درباریانو وپتییله چې د اسلامي لښکر د مخنیوي لپاره د پوځي چمتو والي تر څنګ ، د ساحرانو او جادوګرو مرسته هم تر لاسه کړي ، نو یې دربار ته د هغه مهال د شعوذي او سحر ماهران راوغوښتل . امپراطور ورته وویل چې که مو د خپلې جادويي قوې په مرسته داسلامي لښکر خوځښت ډپ کړ  ، نو له درباره به ډیر امتیازات تر لاسه کړئ.

هغوي هم د فرعوني ساحرانو په رسم خپل جادويي منترونه پیل کړل، رنګارنګ توکي یې په مجلس کې انبار کړل، لوګې یې وکړل، په ځانونو یې پیریان (جنات) کښینول ، او هره شیبه به یې امپراطور ته د درواغو په ویلو  وعدې ورکولې ، چې ګوندې فتح او بری زمونږ (فارسیانو) ، شامل حال دی.مګر د مقتدر اسلامي لښکر د برید مخه یې نه هم پوځی قوت او نه هم سحري او جادويي حرکاتو ډپ کړای شوه.

دې ته ورته هلې ځلې په کابل کې د امریکايي زورواکي او د پردیو په اوږو  سپرې اجیرې حکومت ډوله ډلګۍ هم د کرزي د حکومت له پیله بیا تر ننه را پیل کړي دي. او په بیلا بیلو نومونو سره یې داسې موازي ادارې رامینځ ته کړي چې کله یې د (سولې) کلمه مختاړی او کله هم وروستاړی وي ، خو ددې هرڅه په کولو سره  یواځې یوه موخه تعقیبوي، او هغه د سولې سبوتاژول ، او د نورې ازادې نړۍ په سترګو خاورې اچول چې ګوندې دوی (ګوډاګۍ اداره) خو سوله کوي مګر دا نور (مخالفین)دي چې دا کار نه کوي.

لومړی ځل یې د (سولي  دعالي شورا) په نوم یوه اداره ، په دې پلمه ، چې ګوندې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ددولت د مخالفینو (طالبانو) سره ، د مذاکراتو لپاره په( ۱۳۹۸ هـ ل) کې وروسته تر هغه جوړه کړه ، کله چې د سولې ملي مشورتي جرګې له خوا یې وړاندیز وشو،. هیښوونکې خبره خو لادا وه چې د یادې شورا په ترکیب کې ټول هغه متنازع فیه ، او ګوډاګۍ څیرې را یو ځای شوې وې چې د افغانستان د مظلوم ملت په وینو یې لاسونه سره وو. په داسې حال کې چې دسولې دنده تل یو دریم داسی لوری ترسره کوي چې د متخاصمینو له جملي څخه  یوه ته هم  تمایل ونه لري ، او نه هم د هغوی له آره وي ، تر څو د سولې مصداقیت مشکوک نه شي.

یادې شورا د سولې د سپیڅلي شعار برعکس ، یو سمبولیک رول درلود ، د شورا غړي له ګوډاګي رژيم نه د دخورا زیاتو امتیازاتو برخمنه وه ، خو تر ننه یې نه یواځې دا چې د سولې د راتګ په لاره کې یو ګام مخ ته لانه ړه ، بلکې ټوله هڅه او هاند یې په دې راټول و  ، چې دامریکايي بادار په اشاره ، د واقعي سولې د تحقق په لاره کې خنډونه ایجاد کړي. ځکه دسولې په راتګ سره به له یوی خوا د اشغالګرانو  شتون  متزلزل شي ، له بلې خوا به  د شورا د غړوشته امتیازات له لاسه ووځي .

ګوداګۍ ادارې څخه موده دمخه ، په مسکو او قطر کې د ناستو څخه سمدستي وروسته د سولې د مشورتي جرګې په نوم یوه بله داسې ډرامه نندارې ته وړاندې کړه ، چې کور دننه هم له ډیرو ذېدخلو اړخونو څخه د بیلا بیلو دلایلو په ویلو سره تحریم شوه.

دا چې اوس مهال ګوداګیان د خپل سحر او جادو په جال کې راګیر دي ، او په نړیواله کچه ، له یوه بې ساري انزوا او تجرید سره مخ دي . نو دا ځل یې  بله ناکامه تجربه نندارې ته وړاندې کړه او هغه دا چې د ارګ ( او یا هم په کابل کې د امریکا له سفارت څخه) له خوا ، یوه بله موازي اداره چې د سولې د وزارت په نوم یادیږي تشکیل کړه ، په دې  اقدام سره یې – په شعوري او یا هم لاشعوري توګه – د سولې د عالي شورا په نوم مخکینۍ اداره او داسې نور اتلس کلن ډراماتیک کوښښونه تر پخوا لازیات تر پوښتنې لاندې راوستل.

 لکه څنګه چې ویل کیږې ، د سولې په نوم د نوي تشکیل شوې وزارت د چارو مسؤلیت د وایسرای صیب ددفتر مسؤل  عبدالسلام رحیمي ته ورپه غاړه شوی .

خو له دې هر څه برسیره یې بیا هم سوله په واضح توګه  تعریف نه شوه کړای، البته یواځې یو تعریف چې  د اشغال په قاموس کې ځای لري ، اوهغه دادې چې: مخالفین باید بې له کوم قید وشرط څخه وسله په ځمکه کیږدي ، اساسي قانون ومني ، او د عامو وګړو د ژوند بهیر ته ورشامل شي ، او بیا په یوڅو(غیر کلیدي) وزارتي پوستونو په ورکولو- په داسې یو مجهول الحال وضعیت سره – قانع کړای شي ، چې که هر وخت بهرنی بادار وغواړي چې ترې بې برخی یې کړي نو کولای شي.

یو څوک چې دهیواد ډیره برخه تر خپلې ولکې لاندې ولرې ، او هلته یې برحال مسؤلین په کاملې آزادۍ سره په اوضاعو مسلط او چار سمبال وې، څنګه به شونې وي چې ددښمن په دې چل ، حیله اونیرنګ دی وغولیږي او ګټلې برې دی په دومره آسانۍ سره د بل لمنی ته وروغورځوي ، یرغلګر د اسلامی نړۍ په لر او بر کې له هر مسلمان ملت څخه همدا هیله لري ، دلته یې هم همدا غلط ګومان دی ، چې ګوندی ددوی فرعونیت او بادارۍ ته به د کابلۍ لاسپوڅې ډلګۍ په څیر طالبان هم لبیک ووايي. ګران لوستونکي دې قضاوت وکړي چې آیا سوله همداسې تعریفیدای شي؟

 ددی کرښو د لیکلو تر وخته په قطر کې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر مینځ د مذاکراتو اووم پړاو روان دی، یو څه جزئیات یې رسنیز شویدی ،

بي بي سي په خپله انټر نټ پاڼه دارګ له قوله (چې شونې ده دا هم د امریکا رسمي دریز وي) لیکلي :” دوحه کې د “بین الافغاني دیالوګ” د جزئیاتو په اړه ،د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د روانې جولای میاشتې پر اوومه او تمه نېټه به په دوحه کې بین الافغاني دیالوک ترسره کېږي. سرچیني وایي، دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات نه دي، او ګډون په انفرادي یا شخصي بڼه دی.د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د افغان حکومت او طالبانو استازي به په دې ناسته کې ګډون کوي، خو د حکومت یا د طالبانو د استازو په توګه نه”.

 داسی ښکاري چې دښمن په تیښته دې،خو د اوړو پوزه جوړول غواړي ، هم مهال یې ناکامه هڅه دا هم ده چې د  نظامی ډګر د ماتې غچ له مظلومو افغانانو واخلي ، له دی امله یې شپني عملیاتو او بیهوده بماریو ته زور ورکړې ، هیښوونکي هم نه ده ځکه د دښمن تیر تاریخ ته په کتلو سره سړی ته د هغه ددې ډول وحشي فطرت څرک لګیږي .

سرچینه: کابل ټکی کام

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */