نړۍ

تر سختو فشارونو وروسته؛ پاکستان د حافظ سعيد پر وړاندې د ځپونکو اقداماتو خبر ورکړى

دى د لشکر طيبه په نوم له افراطي ډلې سره اړیکه لري چې په ٢٠٠٨ میلادي کال کې د هندوستان پر ممبۍ ښار په تروريستي بريد تورنه ده.

پاکستان تر پراخو نړیوالو فشارونو وروسته دې کار ته غاړه اېښې ده.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې ويلي، د سعيد او د هغه د ١٢ همکارانو پر وړاندې يې ٢٣ دوسيې پرانېستي دي چې د چندې ټولولو له پنځو بنسټونو په استفاده يې د لشکرطيبه ډلې لپاره پيسې برابرولې.

هندوستان او امريکا دغه ډله په ممبۍ ښار کې د ٢٠٠٨ میلادي کال په بريدونو تورنه کړې چې له امله يې ١٦٦ کسان وژل شوي وو.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: