نړۍ

هندوراس او پاکستان کې: د کښتیو د ډوبیدو له امله لسګونه کسان وژل شوي

د پاکستان او هندوراس هیوادونو کې دوه کښتۍ ډوبې شوې چې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې دي.

پاکستاني چارواکي وایي،په شمال ختیځ کې د تربیلا په سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله چې ۴۰ تنه په کې سپاره و، اته تنه وژل شوي دي.

بلخوا بیا د هندوراس ځایي چارواکي وایی،. د کب نیونې د یوې بیړۍ د ډوبیدو له امله ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې، دغه کښتۍ چې د ګراکیاس ډیس «Gracias a Dios» سیمې ته روانه وه، چې خپل موقعیت. ته تر رسیدو ۷۵ کیلو متره وړاندې دوبه شوې ده.

د «خوزه دومینگو مزی» په نامه د هندوراس د وسلوالو ځواکونو یوه ویاند ویلي،. په دغه کب نیونکې کښتۍ کې ۷۳ تنه سپاره وه چې ژغورونکو ډلو ۴۷ تنه ژغورلي او ۲۶ نور وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، یادې کښتۍ د دې ترڅنګ ۷۰ ټنه بار هم لیږداوو چې د ورځې په لومړیو کې له داسې پیښې سره مخ شوه.

د یادونې وړ ده چې نن د ورځې په اوږدو کې یوه بله ښکار کوونکې کښتۍ هم ډوبه شوې وه چې ۴۰ تنه سپرلۍ یې ژغورل شوې وې..

%d bloggers like this: