نړۍ

پامپيو: د افغانستان جګړې د پای ته رسېدو وخت نږدې شوی

د امريکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزير مايک پامپيو ويلي، افغانان حق لري، چې له روان تاوتريخوالي خوندي ووځي او زياتوي، چې نور د روانې جګړې د پای ته رسېدو وخت نږدې شوی دی.

پامپيو په خپل ټويټ کې ويلي، چې تېره اوونۍ يې هم د افغان حکومت مشرتابه ته ويلي و، چې امریکا نور روانه جګړه پای ته رسوي او د افغانانو لپاره د سولې وخت رارسېدلی دی.

وړمه ورځ د کابل خونړۍ پېښې په اړه د خواشينۍ څرګندولو سربېره هغه ويلي، چې افغانان حق لري، نور له بې ځايه تاوتريخوالي خوندي ژوند وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو و وزير وايي، چې سپينه ماڼۍ د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره ژمنه ده او په ورته وخت کې يې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی، چې د نړۍ د هر ډول ستونزو سربېره به هم ولسمشر ټرمپ افغانستان له پامه ونه غورځوي.

پامپيو ويلي، امریکا داسې يو افغانستان غواړي، چې  راتلونکي وخت کې ترې امریکا او نورې نړۍ ته ګواښ نه وي متوجه او افغانان په خپلو کې په ګډه ژوند وکړي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: