نړۍ

کشمیر کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان تر واک لاندې کشمېر سیمه کې پر پاکستانیو پوځیانو چاودنه شوې چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي دي. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه پرون د ازاد کشمېر په برناله سیمه کې کنټرول لاین ته نږدې شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی. پاکستاني چارواکي وایي چې د پېښې د څرنګوالي په موخه یې څېړنې پیل کړې دي خو ددې څنګ یې تور پورې کړی چې دا پېښه د هند د ریاستي ترهګرۍ ثبوت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند له معاهدې سرغړونه ده. هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: