نړۍ

ټرمپ: ایراني چارواکې دې خپلې خولې سره پام کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ایراني مشران دې له خپلې خولې سره پام کوي او خبرداری یې ورکړی دی چې یاد هېواد دې امریکا ته ګواښونه نه کوي.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون وویل، ژر به له هغه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چې اجازه یې ورکول شوې ده.

ټرمپ ویلي، دا ګواښونه به ایران دومره زیانمن کړي چې تر دې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلی دی.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

Tags
%d bloggers like this: