نړۍ

عمران خان له ډونالډ ټرمپ او طالب استازو سره ګوري

عمران خان له ډونالډ ټرمپ او طالب استازو سره ګوري

د پاکستان د لومړي وزير يو سلاکار او د واکمن ګوند مرکزي غړي ويلي، چې ډېر ژر به عمران خان د طالبانو له مشرانو سره وګوري. بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې عمران خان به په راتلونکو دوو اونيو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې وګوري. د پاکستان د دولتي راډيو د راپور له مخې، د لومړي وزير عمران خان يو تن سلاکار نعيم الحق ويلي، چې په روانه ميلادي مياشت کې به عمران خان د طالبانو له يو شمېر استازو سره وګوري. په سياسي چارو کې د لومړي وزير عمران خان سلاکار نعیم الحق زياته کړې، چې عمران د طالبانو سره دا کتنه د افغان حکومت سره د سلا مشورو وروسته کوي. تر اوسه افغان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو امريکا غږ د يوه افغان چارواکي له خولې خبر ورکړى، چې دا کتنه افغان حکومت سره په تفاهم کې کیږي او ټاکل شوې، چې پاکستان حکومت به افغان حکومت سره د دې کتنې جزييات شريک کړي. وسله والو طالبانو لا د عمران خان سره د دې کتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: