افغانستان

د حزب اسلامي په ګډون ځینې ډلې د قطر بین الافغاني غونډې غوسه کړي

په داسې حال کې چې د آلمان او قطر په کوربتوب په دوحه کې کیدونکې بین الافغاني غونډې ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، تازه یې د جوړښت په تړاو یوشمیر ډلو ټپلو غوسه ناک غبرګون ښوودلی دی.

دغه غونډه کې چې د حکومتي چارواکو،مدني فعالانو، میرمنو او بیلابیلو ګوندونو له ادرسه شاوخوا ۶۴ کسان ګډون کوي، له دې امله چې د نظام له آدرسه به کوم ګډونوال په کې شتون ونه لري، د حزب اسلامي د ډلې غبرګون یې راپارولی دی.

دغه ډله چې تیرکال د یوه ناکامه جوړجاړي په ترڅ کې له حکومت سره یوځای شوه،وایي چې؛طالبان هم باید د دوی پر مسیر قدم کیږدي.

ددغې ډلې ویاند «فضل غنی حقمل» رسنیو ته ویلي، دا چې اسلامي حزب یادې غونډې ته نه دی وربلل شوی او طالبان هم د حکومت له آدرسه له چا سره خبرې نه کوي، دا ډول غونډې د وخت له ضیاع پرته هیڅ کومه نتیجه نه لري.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د افغان حکومت سره تر یوځای کیدو وروسته د دوی په څیر له سولییزې لارې د بهرنیانو د وتلو غوښتونکي شي.
د سیاسي احزابو د کمیټې رئیس محمد ناطقي وایی، داچې د حکومت په نمایندګي په یاده غونډه کې څوک شتون نه لري، ډیر سیاسي مشران او مدني فعالان هم نه دي وربلل شوي، دوی یې بین الافغاني ناسته نه بولي او نه به یې پریکړې ومني.
د مدني ټولنو عمومی رئیس عزیز رفیعي هم په یاده ناسته کې د مدني فعالانو ښځو او ځوانانو ونډه کمه بولي او وایي، چې دا ډول غونډې دوی ته د منلو وړ نه دي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د جولای پر اوومه او اتمه نیټه تر سره شي چې د طالبانو له لوري به په کې شاوخوا ۱۷ کسان ګډون ولري.

د ارګ ویاند صمیم عارف ویلي، دوی دغې غونډې ته رسمي استازي نه لیږي او څوک چې په کې ونډه اخلي هم له خپلو شخصي ادرسونو ورځي.

%d bloggers like this: