افغانستان

د اهل تشیع علماوو د شورا مشر وژل شوی

د افغانستان د اهل تشیع علماوو د شوار مشر «عبدالقیوم انصاري» په کندوز ولایت کې په ډزو وژل شوی.

د کندز ولایت چارواکو د انصاري وژل تائید کړي او څرګنده کړې یې، چې نوموړی تېره ورځ «جمعه» په کندزو ولایت کې له منځه تللی.

د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال «سرور دانش» د انصاري د وژل کېدو په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې د نوموړي له منځه تلل د کندوز ولایت د اوسېدونکو لپاره ستره ضایعه بللې.

د دانش په خبره، انصاري د خپل ژوند په هر پړاو کې کندوزیانو ته په فرهنګي او ښوونیزه برخه کې ستر کارونه کړي چې یاد به یې تل تازه وي.

یاده دې وي چې تر دې دمه د نوموړي د وژل کېدو پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

%d bloggers like this: